افغانستان

دولتي الوتکو په تخار کې یوځل بیا ولسي خلک په خپلو وینو لمبولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): په ولسي خلکو د «ړندو» بمباریو په ترڅ کې دولتي الوتکو تیره شپه یوځل بیا د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمېر ولسي خلک په خپلو وینو لمبولي دي.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دا پېښه تیره شپه د خواجه غار ولسوالۍ په «قروق» سیمه کې رامنځ ته شوې، چې له امله یې د ۶ ملکیانو د ټپي کېدو سربیره د استوګنې یو کور هم ویجاړ شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې د ټپي شوو ملکیانو او ویجاړ شوي کور د انځورونو خپرولو سره داسې لیکلي: «تیره شپه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ قروق سیمه کې مزدور دښمن په یوه کور وحشیانه بمبار وکړ، چې له امله یې کور ویجاړ، د ښځو او ماشومانو په ګډون۶ تنه ملکیان ژوبل شول.»

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم دولتي الوتکو د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار اړوند «هزاره قرلق» سیمه کې پر یو جومات هوايي برید وکړ، چې له امله یې د جومات د ملا امام په ګډون ۳۰ زده کوونکو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

که څه هم د اشرف غني لومړي مرستیال او د کابل امنیه قومندان امرالله صالح او دفاع وزارت چارواکو بمبار شوي ماشومان چې په جومات کې په دیني زده کړو بوخت وو، د طالبانو قومندانان بللي؛ خو د تخار ولایتي روغتون چارواکو او ځايي خبریالانو بیا د پېښې د قربانیانو د انځورونو په خپرولو سره د حکومتي چارواکو ادعا رد او د حقیقت د پټولو یوه هڅه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Soltansalehi

خدای تعالی ددچارواکوته یوه داسی بلاراولی چی تول هلاک غنی صالح سروراوتول

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx