افغانستان

د ولسي جرګې لوړپوړی پلاوی پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې لوړپوړی پلاوی د «میررحمان رحماني» په مشرۍ پاکستان ته سفر کوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» په همدې تړاو پر خپل ټويټر لیکلي، چې د ولسي جرګې د رییس «میر رحمان رحماني» په مشرۍ دغه لوړپوړی پارلماني پلاوی به نن د جمعې په ورځ د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي او د پارلماني کمیټو ۵ رئیسان ، د پارلمان ګڼ غړي ، منشي او د ولسي جرګې چارواکي به پکې شامل وي.

محمد صادق که څه هم د پلاوي د سفر د موخې او د خبرو د اجنډا په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دغه سفر داسې مهال دی چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکې کېښودل شي.

له دې مذاکراتو سره هم مهاله پاکستان ته د کابل حکومت د چارواکو او دولتي پلاوو سفرونه هم زیات شوي.

څه موده وړاندې د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» هم اسلام اباد ته تللی و او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې درلودې.

پاکستان وایي، په افغانستان کې د ثبات او امنیت ملاتړ کوي  او تمه لري، چې په دې هیواد کې سوله به د پاکستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x