نړۍ

پيښور کې په افغاني ګډوالو سعودی مرستندویه کوميټی د واړه اختر په مناسبت اختریز پوښاک وويشلو

da_akhter_poshakد افغان ولس لپاره د سعودی مرستندویه کوميټی په پاكستان كي د افغان ګډوالو د جلوزو ترکمن کیمپ په افغانانو باندي د د واړه اختر په مناسبت اختریز پوښاک وويشلو ، دغی اداری په پاكستان كي د افغان كمشنري سره په همغږي د خیبر يښتونخواه ایالت په پورتنی پنډغالی کی او ورسره په څنک کی د پنډغالو نه بهر د پیښور ښار په میشتو بی وزله او نادارو افغانانو باندی په مجموعی شکل  1800  كورنيو باندی اختریز پوښاک وويشلو.

دیادونی وړ ده چی ددغو مرستو د ویشلو چاری ددغه اداری د بیړنیو مرستو څانګی  په غاړه لرله او هغوی د اړونده کیمپ د مشرانو او افغان کمشنری د مسولینو سره  په ګډه سر ته رسولی .

او نوموړی اداری د افغان ولس سره په مختلفو څانګو کی د همکاری هوډ څرګند کړی . ددغی اداری د پیښور د څانکی مسوول مدیر ښاغلی اسلام الدین د مرستو د ویشلو د پروګرام په شروع کی د خپلی اداری په نمایندګی وویل چی دغه مرستی د سعودی مسلمان ولس د خپلو افغانی ورونو سره د همکاری په موخه رالیږلی او د افغان ولس دپاره د سعودی مرستندویه کومیټی دا لازمه وګڼله چی یادی مرستی د کوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت په بی وزله او فقیرانو وویشلی ترڅو د غه ورځی د دوی هم د خوښی څخه ډکی شی .

د یادونی وړ ده چی پورتنی اداری د خپل تآسیس څخه تر او سه پوری په افغانستان کی مهمی پروژی عملی کړی او ځنی لا نوری یی د بشپړیدو په درشل کی دی چی د هغی ټولو تر څنک وخت په وخت نوی او لازمی پروژی عملی کوی.

جبارخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x