شعـــــرونه

دردونه/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

بلا دردونـه مـې پـر زړه راشــنه شـې
دا ستـا غمــونه مي پر زړه راشـنه شې

د یـار تصـویـر مـې هـم خـبرې نه کـړي
ځکه زخمـونه مې پر زړه راشـنه شې

تودې تودې اوښکي مې ځې له سترګو
اوښکي رودونه مې پر زړه راشنه شې

سـتا د هجران سره مې ژوند تـیریـږې
سـره پرهــرونه مې پر زړه راشنه شې

داسـي بـل اور دي چـې لـوګي نه لـري
لمـبـه اورونه مې پر زړه راشنــه شـې

پــه سلګـو سـر یـم موسـکا کـډه کــړي
سـاړه اهــونه مې پـر زړه راشـنه شـې

تپانـدزُهـاد) تل غرِیو نیـولي ناسـت یم
دا ستــا یـادونه مې پـر زړه راشـنه شې

تپاندزُهاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x