افغانستان

د مقناطیسي ماین چاودنه کې د جنرال حبیب انداربي غبرګې پښې پرې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له امله د پوځ د متقاعد جنرال حبیب الرحمن انداربي غبرګې پښې پرې شوي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو ته ویلي، دا پېښه تیره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د پلخمري ښار منځ کې د جنرال حبیب اندرابي په موټر پسې د نښلول شوي ماین چاودنه رامنځ ته شوه.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې متقاعد جنرال حبیب انداربي، د هغه زوی جګړن عبدالحی حبیبي (چې د پلخمري د لومړۍ امنیتي حوزې آمر هم دی) او موټر چلوونکي په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، که څه هم د جنرال حبیب انداربي ژوند ژغورل شوی؛ خو غبرګې پښې یې پرې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

من مسلمان یم او د خپل د دښمن له وژنی څخه خوشحالی نکوم ځکه چی زه هم یوه روځ مړ کیږم یا په خپل مرګ او یا هم د بل چا په لاس. د نن ټکی آسیا له پاڼی څخه به یوه ورځ هم د ترقی، هوسایی او آبادی خبر وانوری بغیره له وژنی څخه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x