نظــر

د طالب او حکومت د بېباورۍ نغد مليارد ډالريز زيان

شفيع اعظم

دا نن چې کومې وسلې او ټانکونه له افغانستان نه وځي له يوې خوا خوشالي خو بلخوا سخته مايوسي ده.

خوشالي پدې ده چې د افغانانو په قتل کې بدنام او لتاړ خوني ټانګونه وځي، خو ځورونکې پدې ده چې سبا بېرته همدې وسلو او ټانکونو ته د وطن دفاع او پوځ لپاره اشد ضرورت لرو او بېرته مجبور يو چې مليونونه ډالر چې د خلکو نس مړولو او رغنيزو چارو ته بايد وقف شي، له ناکامه به په هغو بېرته همدا دا وسلې اخلو.

نن دغه چورلکې، وسلې او ټانکونه زموږ تر سترګو وړاندې د پاکستان کراچۍ بندر له لارې روغ رمټ امريکا ته وځي.

طالب امريکا ته د دغو ټانکونو د پاتېدو سوال پدې نشي کولای چې لاهم په جنګ دي او ترننه هم پرې په همدې وسلو بمبارد کېږي چې هلمند یې ښه بېلګه ده او بل دا چې امريکا یې هم خپل ملت ته نشي توجیه کولای چې دغه وسلې څرنګ د هغه دوښمن په خوله افغانستان ته پریږدي چې نولس کاله امريکا سره په خونړيو جګړو ښکېل او د جګړې له امله يې معيوب عسکر اوس هم نيمه تنې په نيويارک او واشنګټن کې ګرځي. بل دليل ښایي دا وي چې فکر به کوي دا وسلې امريکا موږ ته نه راکوي او افغان حکومت ته یې سپاري او بيا به بېرته حکومت په همدی وسلو طالب وژني.

بل پلو حکومت هم راڼه راڼه ګوري او سترګو وړاندې یې امريکا جوړې نظامي اډې ورانوي او روغ جديد عصري وسايل ترې امريکا ته وړي. په سوال یې امريکا نه ور پريږدي او په زور یې دوی نشي را ګرځولای.

خلص خبره دا ده چې دا د ملیارډونو ډالرو وسلې، مهمات، وسايل او ملیارډونو ډالرو پر مټ جوړ نظامي مراکز د طالب او حکومت په نوم د ويشل شويو افغانانو د نفاق پايله ده چې نغد چغده ګټه له لاسه وځي.

پښتانه متل کا چې د بې اتفاقي له وجې د اوبو ډک منګي وچېږي.
کاش د ټولو اختلافاتو باوجود طالب او حکومت امريکا ته په يوه خوله ودرېدلي وای چې يا دا وسلې افغانانو ته پرېږدئ يا هيڅکله پدې خطه کې له افغانانو د ښه د ملګرتوب او حسن نيت توقوع مکوئ. کاش همدا نن د دواړو لورو مذاکراتي پلاوي همدا مسله د اجنډا برخه کړي چې يوه شېبه کې به پرې دواړه توافق ته ورسي او دا توافق ښایي ډير نور اختلافي ټکو حل ته زمينه ساز شي.

دا ياد لرئ چې هيڅ وطن بې وسلو او امکاناتو نه ساتل کيږي. که نن د امریکا دغه مدرن وسايل په هیڅ بېه را خپل نکړو سبا به د خولې مړۍ پر ځای د وسلو رانيولو لپاره مليارډونه ډالر ځانګړي کوو او بېرته به همدا ټانګونه او چورلکې له امریکا او نورې نړۍ رانيسو.

هو موږ د شريرو ګاونډيو منځ کې لکه ژبه د غاښونو ترمنځ پراته يو. هر يو سره پر پوله، زمکه او اوبو بلها لاينحل لانجې لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

شفیع اعظمه عجه بی تدبیره فکردی کړۍ دۍ آیاموږددغووصلوومالکانوته په څشی ماته ورکړه دایمان په زور امریکازموږڅخه ایمانونه ندی وړی موږباید یومتحدملت جوړکوملحدین وشړولکه ایران چه توده وشړله موږ باید خپل ملک داسی صنعتی کوچه خپله وصلی جوړی کړولکه شمالی کوریا موږشکرهرڅه لروته ولی ناامیده یی ددښمن څخه وصلی غواړی ددغه دښمن اوس هم چه وس یی وسی تااواسلام نابوده وی موږبایددتمامی دنیامسلمانا ن متحد کوچه دهمیشه دپاره مسلمانان دکفاروله یرغله خلاس سی نه وینی هغه خونخواره اسرائیل چه دمسلمانانو په وینویی لاسونه سره دی نن دمسلمانانوسره دامریکاله ویری جوړی اوروغی کوی موږبایدله ترکیی سره بیرته خرابه سوی خلافه جوړه… نور لوستل »

طوطی

عبدالواحد ته: ریښتیا وایی دا خلاصه او کنز او قدری چی ده نو ټول صنعت او پیشرفت په همدی کتابونو کی پورت دی. ملا دی ضد د مکتب، پښتون خو هسی پر خپلی مور او خور تعلیم نکوی خو چی کله یی ښځه مریضه شی بیا یی نارینه ډاکتر ته ورولی، #### . له دغو خلکو نه د ترقی او څوکالی توقع مه لری. طالبان خو هسی د پاکستان عسکر دی او هیڅکله نغواړی یو پیاوړی او قوی افغانستان منځ ته راشی. مونږه امارت هم ولید نور به څه نه وایم.

طوطی

د افغانستان د خلکو د بدبختی سبب همدا حکومت او طالبان دی. لومړنی مسؤلیت د طالبانو وه چی ولی یی د دوحی په توافق کی له کافرو سره دا مسله سپینه نکړه چی د کافرو له وته سره باید د دوی ټول وسایل افغانستان کی پاتی او یا یوې مقتدری شورا وسپارل شی. طالبان خو پدی عقیدی دی چی د کافرو په لاس جوړ شوی وسایل یو ناروا کار دی، هغوی ته بهتره ده چی اوښان واخلی، خره واخلی او سفرونه په اوښانو او خرو وکړی تر څو سنت پر ځآی شی. مونږه ته روسانو هم وسایل پریښودل څه مو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x