دیني، سیرت او تاریخ

د جهادي اهدافو د تحقق او ساتنې لپاره جهادي ځواک ته اړتيا

ایاس نسیم

له کله چي الله جل جلاله انسان ځمکې ته رالیږلی، له همغۀ وخته په نړۍ کي دوه قوتونه وجود لري. چي یو یې د حق سبحانه و تعالی عبادت کوي او هغه جل جلاله خپل رب مني ، د هغۀ جل جلاله اوامرو ته لبیک وایي. او بل طرف یې د شیطان په لومه کي ګیر او د خپلو باطلو افکارو لپاره هلي ځلي کوي. له ازله دغه دوه ډلي یو له بله په مقابله او مبارزه کي ښکیل دي. هر طرف د خپل ځان د بریاليتوب لپاره هلي ځلي کوي. د شیطان پلویان اکثره وخت په مادي شیانو تکیه کوي. ولي د حق ډله بیا د مادیاتو نه مخکي پخپل رب جل جلاله پوره تکیه کوي او اسباب هم په کار اچوي.

د اسبابو په اړه الله جل جلاله مؤمنانو ته په قرآن کریم کي امر کړی چي تاسو د خپل دښمن په مقابله کي په پوره قوت سره له مادي شیانو څخه ګټه پورته کړئ. الله جل جلاله فرمايي .

وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ (60) الانفال

ژباړه: او تاسو د دوی د مقابلې لپاره هر هغه ځواک تیار کړئ چي ستاسو په وسه وي. زین کړي اسان تیار کړئ. لپاره د دې چي تاسو په دې تیارۍ سره د الله جل جلاله دښمن او ستاسو دښمن و ډار کړئ. او هغه څوک هم و ډار کړئ چي تاسو یې نه پیژنئ او الله جل جلاله یې ښه پیژني (یعني د فارس کافران او ځایي منافقین) او تاسو چي د الله جل جلاله په لاره کي هر څه خرڅ کړئ. الله جل جلاله به تاسو ته پوره اجر درکړي. او په تاسو به هیڅکله ظلم نه کیږي.

په دې مبارک آیت کي د جهاد د اهدافو د ساتني په اړه الله جل جلاله مؤمنانو ته یو نهایت ضروري امر کوي.

د اسلامي شریعت د نفاذ او د سرحدونو د ساتني لپاره تګلاره ورته ښيي. چي تاسو به د کفر او باطل پرستو په مقابله کي خامخا سر سپارلی ځواک لرئ. تر څو د هغۀ ځواک او قوت له ډاره دښمن تاسو ته په چپ نظر و نه ګوري. او په تاسو د حمله کولو اقدام ونکړي.

په بل ځاي کي الله جل جلاله د همدې ځواک په اړه د خپل محبت اظهار کړی.

لکه چي فرمایي : إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَّرْصُوصٌ (4) الصف

ژباړه: بیشکه الله جل جلاله له هغو جنګیالیو سره مینه کوي. څوک چي د الله جل جلاله په لاره کي په یو صف کي جګړه کوي. لکه د یو عمارت دیوال.

یعني لکه څنګه چي د یو کور دي حفاظت لپاره محکم دیوال وي. همداسي دا ځواک د اسلامي شعائرو، مساجدو، مدارسو، خانقاوو، پلچکونو،  لارو کوڅو او خصوصاً د اسلامي حدودو او ځمکني سرحدونو محافظین وي. په ټوله کي موږ ویلی شو. چي الله جل جلاله له هر هغه کس سره محبت کوي څوک چی د الله جل جلاله دین ساتي ، څوک چي د هغه وطن حفاظت کوي، چیرته چي اسلامي نظام حاکم وي. الله جل جلاله له هغه کس سره محبت کوي.

د جهاد د اهدافو د ساتني لپاره رسول الله صلی الله علیه و سلم پخپله د مجاهدینو سرپرستي کړې. آن کله چي رسول الله صلی الله علیه و سلم په مرض الوفات کي و. هغه وخت یې هم د مجاهدینو یوه ټولۍ د کفارو مقابلې ته ولیږله تر څو د خپلو سرحدونو حفاظت وکړي او په پاته ځمکه هم اسلامي نظام نافذ  کړی شي.

دا چي په اسلام کي د ځواک په برابرولو او تیارولو کي څومره تاکید شوی، په همدې وجه امارت اسلامي افغانستان هم له ځواک تیارولو غافل نه دی. په دې وروستیو کي د فاتح ځواک په نوم نشر شوی فلم د دې خبري شاهدي ورکوي. چي امارت اسلامي د خپل کړي جهاد او مبارزې د اهدافو د ساتلو لپاره په مادي لحاظ مجهز  او په معنوي لحاظ متقي ځواک تیار کړی. چي په آینده کي به هم د خپل هیواد له سرحداتو او په هیواد کي د ننه د اسلامي شعائرو حفاظت کوي. او هیچاته به اجازه ورنکړي چي د جهاد اهداف تر پښو لاندي یا هیر کړي.

ان شاء الله

د خپلواک اسلامي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x