شعـــــرونه

د خوب نړۍ/عبید الله علم

عبيدالله علم- لندن

بیګا خوب کې تللی وم بلې دنیا ته
‌‌‌‌‌‌زه خوشحال وم چې به ځم شهید اشنا ته

خو دیدن نه لا پخوا بله کیسه شوہ
د خیالونو نقشه ټوله سر چپه شوہ

یو ملَک راته ویل مخکې روان شه
څه چې زه وایمه ته مې په فرمان شه

لږ‎ مزل نه وروسته لویه دروازه وه
د ھغې شاته بیا بل شان ننداره وه

سم اوربل و هلته بل قسم جهان و
د بل شوي اور خشاک یې انسانان و

راته کړ‎ل یې هغه ګورې! افغانان دي
‌‌‌‌‌‌ډير په کې د رب دښمن کمونستان دي

څو کسان یې جهادي قوماندانان دي
هغه کونج کې ډالري ملاصاحبان دي

د اور منځ کې دا تور مخي تاته ښکاري؟
د جهاد په نوم هغه جفاکاران دي

ما چې وکتل نو سم په لړ‎زیدو شوم
د توت پاڼې غوندې سخت په رپيدو شوم

ویل راځه چې اوس دې بل مقام ته بوځم
چې غوښتل دې تا به ھغه  قام ته بوځم

هلته لاړو د غره څنګ کې سراچه وه
سراچې لاندې بیا بله معامله وه

طعامونه ښکلې حورې  او غلمان وو
ورسره د حق د لارې شهیدان وو

یوه حورہ راته راغله په نخرو
ما ویل مه ځه رانه، ستا یمه یارو

علم نور د حورو منځ کې به اوسیږي
دوزخي نه دی چې اور کې به سوزیږ‎ي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x