شعـــــرونه

په سر به یې دخدای درحمت سیوری ګرځېده/ ملنګ

دانش ملنګ

په سر به یې دخدای درحمت سیوری ګرځېده
دیدار ته به یې هرساه کښ په تمه ویلېده

قیامت به وه اصحاب به ولې نه تلل په هجرت
دحسن زرین لمر له دې دنیانه ډوبېده

د ونو، کاڼو، بوتو، اوښکې نه لیدلې چا
صحرا، غرونه، سیندونه ټول په چیغو ژړېده

کوم ستوری چې آسمان کې له آدمه مخکې وه
هغه ستوری دستورو له مداره بېلېده

عرب عجم دعرش ملائکاؤ اوښکې توی کړې
ددواړو جهانو سردار آقا رخصتېده

بلاله له پرهر زړۀ نه دې ټوله دنیاځار شه
پوهېږم ستا په زړۀ مبارک کوم غم تېرېده

دا زوړنه وو که کاڼي وو حیران دانش ملنګ شم
د ګران خیر البشر په فراق هم نه ماتېده

صلی الله علیه وعلی آله واصحابه وبارک وسلم علیه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x