fbpx

د روژې نهمه تحفه

متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګیم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! نو دا هم نهمه تحفه ، خو د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه احترامانه هیله ده چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام  ( ن . صمد،[email protected]  ).

سپینه خبره

يو ځل حضرت عمر (رض) په منبر باندې خلکو ته وويل : که زه د لاری څخه لږ کوږ سم تاسی څه راسره کوئ ؟ يو سړی په آخري صف کې راپورته سو او خپله توره يې له تیګی راويستله او ويې ويل : په الله قسم که له لاری کوږ سوې نو په دې توره به دی بيرته سم کړو .
عمر (رض) وويل : الحمد لله چی زما په ولس کی داسی څوک هم سته چی که زه له لاری کوږ او منحرف سم ، بیرته می لاری ته سموي .
هو ، اسلامی واکمن باید همداسی وی ، نه د نننیو واکمنانو غوندی چی په خوله خوږ او په زړه کوږ وی ! یعنی دا چی په ظاهره ډیر مهربان وی خو په اصل کی ظالم او بې رحمه وی . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .

دنیوي تخت

یوه ورځ بهلول شاهي ماڼۍ ته ننوت او هلته یې د هارون الرشید تخت خالی ولیدی ، نو برابر ورغی او پر هغه کښېناست . دا مهال امنیتي کسان راغلل او بهلول یې ټینګ وډباوه او په کشولو یې له تخته لاندی واچاوه او هلته لیری یې وغورځاوه . بهلول هم ګوښه کښېناست او ژړل یې .
دا مهال خلیفه راغی او ویې لیده چی بهلول ګوښه ناست دی او مسلسل ژاړی . د امنیتی کسانو څخه یې د هغه د ژړا او بد حالت علت وپوښتیً . هغوی ورته وویل چی دغه لیونی راغی او ستاسو پر تخت کښېناستی نو ځکه موږ وواهه . هارون رشید پر هغوی منت او قهر وکړ او ورغی بهلول یې ونازاوه او دلاسا یې کړ .
بهلول ورته وویل چی اې هارونه ! زه د ځان پر حال نه ژاړم بلکی ستا پر حال ژاړم . ځکه ، زه چی صرف څو ثانیې ستا پر تخت کښېنستلم دا حال می دی چی په ډیرو وهلو یې تک شین کړم ، ته چی کلونه کلونه پر هغه ناست یې څه حال به دی وی ! زه خو بندګانو ووهلم لاکن تا به الله وهی ، نو ځکه د ځان غم وخوره .
هارون الرشید هم راغی او بهلول یې په غیږ کی ونیوئ او ډیر یې وژړل او تر پخوا لا هم عادل سو . په رښتیا هم د حدیث له مخی انصاف او عدالت د عبادت څخه غوره دی ، ځکه د عبادت ګټه یوازی عابد ته رسیږی خو د انصاف ګټه هر عام او خاص ته رسیږی .

لیکوال : نثار احمد صمد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د