افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان خبریالانو ته د امرالله صالح ګواښ غندلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې دکابل حکومت د مشر لومړي مرستیال «امرالله صالح» په تخار ولایت کې د حکومت له لوري د ملکي تلفاتو د اوښتو راپورونه رد کړل او ګواښ یې وکړ، چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې راپور خپروونکي به ونیسي؛ د بشري حقونو د څار سازمان د صالح ددې څرګندونو په تړاو اندېښنه ښودلې او له نوموړي يې غوښتي چې د خبریالانو د اواز چوپولو هڅې پرېږدي.

تېره ورځ د تخار ولایت د تالقان ښار اړوند «هزاره قشلاق» نومي کلې کې حکومت پر هغه مسجد بمبار وکړ چې ماشومان پکې زده کړو ته راټول شوي وو. سیمه ییزو رسنیو او خبري سرچینو د پېښې له ځایه د ويډيويي کليپونو او انځورونو په خپرولو سره وویل، چې په یاد برید کې دوولس ماشومان وژل شوي او د مسجد د امام په ګډون اتلس نور ټپیان دي.

د حکومت لومړي مرستیال بیا وژل شوي کسان د طالبانو قوماندانان وبلل او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د راپور ورکوونکو د نیولو امر یې ورکړ.

د بشري حقونو د څار سازمان د امرالله صالح له لوري خبریالانو ته د ګواښ کولو او د راپور ورکولو په تور د یوه تن د بندي کولو خواشيني ښودلې او له حکومت يې غوښتي، چې ګواښونه پرېږدي او د نیول شوي سړي د خوشي کولو تر څنګ د شوي هوایي برید څېړنه وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان ددې تر څنګ حکومت تورن کړی، چې په دې وروستیو کې یې د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوي.

یاده دې وي، چې پر مسجد د حکومت برید یوه ورځ وروسته له هغه ترسره شوی چې د حکومت تر شپېتو زیات عسکر د تخار په خواجه غار او بهارک ولسوالیو کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» هم منلې چې حکومت پر مسجد هوايي برید کړی او ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

نا صالح خپلو خبرو کې د دوی حکومت ورته تعلیم یافته او خپلو مخالیفینو. ته د بې علمه او ناپوه خطاب کوي .لیکن خپلې خبرې او عمل یی د هغو کوڅه ډبو لنډغرو په شانې دي چې بین المللی ټولنه په انتقاد کوي .غنی په داسې یو بې منطقه معاون ځان لپاره انتخابول د دویم مپکر په ځای د دویم لیونی ریکارډ ټینګ کړی . چې تر هاشم لیونی ورسته دویم مقام د ده دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x