روغتیا

چین کومو هېوادونو سره د کرونا واکسین ژمنه کړې؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): چین د نړۍ شاوخوا هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین رسولو لپاره چمتو والی نیسي، په دې لړ کې غواړي دغه واکسین هېوادونو سره د اړیکو جوړولو لپاره د وسیلې په ډول وکاروي.

فایننشال ټایمز ورځپاڼه وایي، چین په دې لړ کې مالیزیا، تایلاند، کمبودیا او اندونیزیا له هغو هېوادونو څخه خوښ کړي چې د کرونا ضد واکسینو لومړۍ مرحلې څخه ګټه پورته کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چین دغه راز ژمنه کړې له اسیایي هېوادونو ورهاخوا به ټولې افریقا ته واکسین ورکوي.

دغه راز بیجنګ ژمنه کړې چې د لاتیني امریکا هېوادونو او د کارابین بحر سیمو ته به ملیاردونه ډالر پور ورکړي تر څو د واکسین پېرودل تمویل کړي.

اوسمهال د چین څلور واکسین د تجربو په دریمه مرحله کې دي چې هدف یې د کارونې تصویب څخه وړاندې «خوندیتوب او اغیزمنتیا» یقیني کول دي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال اسنتیتیوت څخه آرون کونیلي ویلي، متحده ایالتونو دغه سیمې چین ته سپارلي او له دې یې تنازل کړی، «زما مطلب د اسیا په جنوب ختیځ کې د واکسین معاملې دي».

په دې اړه د چین د بهرنیو اړیکو شورا چارواکي «هانګ یانژونګ» ویلي، بیجنګ هوډ لري، د واکسین ډيپلوماسي په هغو هېوادونو کې د خپل نفوذ پیاوړي کولو لپاره بریالي کړي چې امریکا له پامه غورځولي دي.

دغه راز د چین د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي څرګنده کړې، «چین د یو سپر ځواک په توګه مسئولیت لري هغه هېوادونو ته د واکسین رسولو لړۍ چټکه کړي چې وده کونکي وي.

چینایي چارواکي اټکل کوي چې د چین هېواد د کوویډ-۱۹ ناروغۍ واکسین د تولید کلنی ظرفیت به په راتلونکې کال کې ۱ ملیارد خوراکونو ته ورسیږي.

چین د روغتیا نړیوال سازمان لخوا په ملاتړ شوي نوښت (کواوکس Covax) کې ګډون کړی، ددوی هدف د راتلونکې کال تر پایه ۲ ملیارده خوارکه واکسین چمتو کول دي. له بلې خوا امریکا په دغه نوښت کې له برخه اخیستلو انکار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x