
فاریاب کې یو دیني عالم وژل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت مرکز میمنه کې نن سهار وختي یو دیني عالم په مرموزه توګه وژل شوی دی.
دیني مولوي رحمت الله چې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار د «قطور» کلي د جامع جومات خطیب او امام ؤ، نن د جمعې په ورځ سهار وختي د لمانځه له اداء کولو وروسته د ناپيژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.
د فاریاب دامنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې په دغه برید کې مولوي رحمت الله ځای پر ځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
تراوسه د مولوي رحمت الله د قتل لامل څرګند نه دی؛ خو په دې وروستیو کې د پلازمینې کابل په ګډون د حکومت تر واک لاندې سیمو دیني عالمان، قومي مشران او د سولې فعالان په مسلسله توګه تر هدفي بریدونو لاندې نیول کیږي.فار
فاریاب میشتي خبریال قطب الدین کوهي بیا مولوي رحمت الله د حنفي مذهب یو کلک مدافع دیني او مناظر عالم بللی، چې په خبره یې تل به یې د «وهابیانو» پرضد بیانونه کول.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې د طالبنو د استخباراتو ادارې د هېواد ټولو دیني عالمانو، د پوهنتونو استادانو، علمي کدرونو، قومي مشرانو او د سولې فعالانو ته د ځان ساتنې په موخه د احتیاطي تدابیرو نیولو سپارښتنه کړې وه، ځکه د طالبانو په خبره د کابل حکومت غواړي په هېوا د کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او با نفوذه اشخاصو په ترور سره د سولې پروسه سبوتاژ او هېواد کې روانه جګړه دوامداره وساتي.
به شهادت رساندن علمای بر حق اسلام کار انگلیس است.