افغانستان

کندهار کې ۳۰ مسلح پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې د کندهار ولایت په زیړۍ ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰ تنه محلي پولیس(اربکیان) له خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، چې تسلیم شوي محلي پولیس(اربکیان) د سنګحصار او چهار ښاخې سیمې مربوط دي، چې د مهماتو نه شتون او کومکي عسکرو د نه ورتګ له امله خپلې وسلې د طالبانو مخ ته غورځولي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په زیړۍ ولسوالۍ کې په دوه جوپو کې د ۳۰ محلي پولیسو(اربکیانو) د تسلیمۍ خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې تسلیم شوو پولیسو خپلط ۳۰ میله وسلې، نقلیه وسایط او مهمات هم طالبانو ته سپارلي دي.

احمدي دغه راز خبر ورکړی چې تسلیم شوي اربکیان(محلي پولیس) پولیس یې له کلکو ضمانتونو په اخیستلو سره بېرته خپلو کورونو ته په «عزت» او  درنښت سره رخصت کړي دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، تیره ستمبر میاشت کې هم شاوخوا ۱۳۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x