افغانستانسولې اړوند خبرونه

محب: د سولې د هڅو تر څنګ جګړه هم روانه ساتو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې رواني دي؛ د کابل حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، حکومت د سولې د هڅو تر څنګ له طالبانو سره د جګړې ډګر هم ګرم ساتي.

محب د بي بي سي له انګلیسي څانګې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د سولې هڅې او جګړه به یو ځای روانه وي ځکه دده په خبره، تر هغو چې طالبان د جګړې په ډګر کې ځپل شوي نه وي، هغوی سولې ته غاړه نه ږدي « که طالبانو په شا ونه تمبوو، هغوی سولې ته نه حاضرېږي، په اوسني وخت کې هم طالبان وخت وژنه کوي، هغوی فکر کوي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به امنیتي ځواکونه دهغوی په وړاندې را وپرځېږي او حکومت به سقوط وکړي.»

محب وړاندې زیاته کړې، چې طالبان د حکومت د ځواکونو په جنګي مهارتونو باور نه لري او د هوايي بریدونو په مهال فکر کوي چې بهرنیان د حکومت له عسکرو سره مرسته کوي؛ خو د محب په خبره، دا فکر سم نه دی.

نوموړي ددې تر څنګ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یقیني بولي او دده له قوله، په امریکا کې ټول اوس دې پایلې ته رسېدلي چې عسکر باید له افغانستانه ووزي.

د محب له لوري د جګړې پر دوام ټینګار داسې مهال دی، چې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیمونه په قطر کې د خبرو مېز ته ناست دي او په دوران کې يې حکومت په بیا، بیا  طالبان تورنوي چې اوربند نه غواړي او جګړه یې روانه ساتلې.

ورته مهال طالبان بیا وايي، چې دوی غواړي د مؤقتي اوربند په ځای د افغانستان جګړه په اساسي ډول پای ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x