افغانستان

طالبانو د تخار د اشکمش ولسوال نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ سرپرست ولسوال مشر سیف الرحمن په داسې مهال نیولی چې له دفتره کور ته روان ؤ.

د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، پرون د پنجشنبې په ورځ مازدیګر څلور بجې ددې ولسوالۍ سرپرست ولسوال او اجرائیه مشر سیف الرحمن له دفتره کور ته روان ؤ، چې د طالبانو د سیارې ګزمې لخوا په لاره کې ونیول شو.

د خلکو په خبره طالبانو نوموړی ولسوال په ناڅرګند لوري بوولی او تراوسه یې د برخلیک په هکله معلومات نه دي رسنیز شوي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر هم دغه پېښه تایید کړې؛ خو نور تفصیلات یې نه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اسلامی رویه ورسره وکړی. ستاسو د ملایانو په حواله: کله چی به پیامبر (ص) دښمنان اسیرول نو رویه داسی وه چی هغوی به یی په ډیره بی رحمی سره وژل. نو طالبان هم باید په اساس د سنت معامله له اسیرانو سره وکړی. تر اوسه خو یی دا کار کړی خو چی لدی وروسته یی هم وکړی. یو سنت خو مو پر ځای کړ له کافرو سره سوله او تړون له مسلمانانو سره جنګ په نوم د جهاد. تر څو به دا جاهله او بی شعوره ملت د خپلو شومو اهدافو لپاره استعمالوی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x