روغتیانړۍ

فرانسه؛ د کرونا له کبله روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ لړم، ۱۳۹۹ل): په فرانسه کې له تېرو څو اونیو راهیسې د کرونا وبا پېښې یو وار بیا مخ پر زیاتېدو دي چې یوازې د پنجشنبې په ورځ ددغه هېواد د روغتیا وزارت له ۴۰ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

د فرانسې د عامې روغتیا ادارې د پنجشنبې ورځې خپرې شوې شمېرې ښيي، په فرانسه کې روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، چې په څلورویشت ساعتونو کې ۴۱۶۲۲ نوې پېښې ثبت شوي، دا پېښې د وړمې ورځې په پرتله ۱۵ زره زیاتې دي.

د یادو شمېرو له مخې، فرانسه کې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د زرګونو پېښو سربېره ۱۶۵ کسان مړه شوي هم دي.

فرانسه له هسپانیا وروسته دویم هېواد دی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتې پېښې په کې نږدې یو ملیون ته رسیږي.

د فرانسې لومړي وزیر جان کاستکس څه موده وړاندې اعلان کړی و چې د سترو ښارونو سربېره یې په ۳۸ سیمو کې د شپې له ۹ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې پر ګرځېدو بندیز لګولی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې راتلونکې اونۍ به سختې وي او «زموږ د روغتون خدمتونه به تر فشار لاندې وي»، هغه دغه راز وړاندوینه وکړه چې «د نومبر میاشت به ستړې کونکې وي او د مړو شمېر به هم په بې سارې توګه لوړ شي».

په فرانسه کې د راپورته شوي کرونا ویروس له کبله له ۳۴ زره زیات کسان مړه شوي او ۲۲۳۹ لا هم په سخت جدي حالت کې دي، دا د مۍ میاشتې راهیسې تر ټولو لویه شمېره ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون د اکتوبر په ۱۴مه د چهارشنبې په ورځ د پلازمینې پاریس سربېره په ۸ سترو ښارونو کې د شپې لخوا په ګرځېدو د بندیز اعلان وکړ.

دغه راز حکومت په پام کې لري د ۲۰۲۱م کال تر اپریل میاشتې یو وار بیا په غونډو او ترانسپورت محدودیتونه تصویب کړي، په دې پریکړه کې به ټول هېواد شامل وي او یا به هم د کرونا وبا زیاتو پېښو ته په کتلو پریکړه کیږي.

د یادونې ده، فرانسه د اروپایي اتحادیې لومړی هېواد و چې په فبروري او مارچ میاشت کې په کې کرونا ویروس په پراخه کچه خپور شو، دغه حالت کې هغه مهال د مړو شمېر له بل هر هېواد زیات و، چې وروسته یې د ګرځبندیز سربېره سخت محدودیتونه وضع کړل او حالت سم شو، خو اوس بیا دغه هېواد د کرونا تر سختې څپې لاندې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x