نړۍ

سوډان هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): سوډان هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو هوکړه وکړه او له تېرو دوو مياشتو راهيسې له متحده عربي اماراتو او بحرين وروسته سوډان درېيم عربي هېواد شو، چې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو هوکړه کوي.

لوړپوړي امريکايي چارواکي وايي، په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د راتلونکي نومبر په درېيمه نېټه يو ځل بيا د ولسمشريزو ټاکنو د ګټلو لپاره هلې ځلې کوي، د اسرائيلو او سوډان ترمنځ هوکړه کې يې مهم رول لوبولی او تېره ورځ يې د اسرائيلو له لومړي وزير بنيامين نتنياهو، د سوډان لومړي وزير عبدالله حمدوک او د انتقالي حکومت له مشر عبدالفتاح البرهان سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

ډونلډ ټرمپ هم ويلي، چې د سوډان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو عادي کولو هوکړه له يوه څاڅکي وينو توېدو پرته وشوه.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل: له سوډان وروسته د سعودي په شمول پنځه عربي هېوادونه له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو ته سترګې پر لاره دي.

سپينې ماڼۍ پرېکړه کړې، چې سوډان د ترهګرۍ پالونکو هېوادونو له تور ليسته وباسي او همدې پرېکړې د سوډان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو عادي کولو لپاره زمينه برابره کړه.

د امريکايي، سوډاني او اسرائيلي چارواکو په درې اړخيزه اعلاميه درې واړو هېوادونو د اسرائيلو او سوډان ترمنځ د اړيکو په جوړولو هوکړه وکړه او دښمنۍ حالت د پای ته رسولو اعلان يې وکړ.

د ټرمپ سلاکارانو او همکارانو پر سوډاني چارواکو فشار راوړی و، چې له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو په موخه سختې پرېکړې ته غاړه کېږدي او د متحده عربي اماراتو او بحرين پر پله ولاړ شي.

په عربي نړۍ کې مصر او اردن له تېرو څو لسيزو مخکې له اسرائيلو سره رسمي اړيکې لري، تېره مياشت متحده عربي اماراتو او بحرين هم له اسرائيلو سره د دوه اړخيزو ډيپلوماټيکو اړيکو د جوړولو هوکړه وکړه او سوډان پنځم عربي هېواد شو، چې له اسرائيلو سره يې روغه وکړه.

د سوډان د پوځي او مدني چارواکو ترمنځ لا هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو په اړه خپلمنځي اختلافات پر خپل ځای پاتې دي او سوډاني ولس په قاطع اکثريت له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو سره مخالفت ښودلی او د لاريونونو پر مهال يې د اسرائيلو بیرغ هم سوځولی دی.

فلسطيني چارواکو هم په دې اړه سخت غبرګون ښودلی او دا يې د فلسطيني ولس په ملا کې یو بل خنجر بللی دی.

د فلسطين سربېره په ګڼو اسلامي هېوادونو کې هم له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول له اسلام او مسلمانانو سره ستر خيانت بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x