افغانستان

طالبانو د واشنګټن پوسټ راپور ګمراه کوونکی بللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): طالبانو د واشنګټن پوسټ هغه راپور ګمراه کوونکی بللی چې تیره ورځ یې افغانستان کې د طالبانو او امریکايي هوايي ځواک ترمنځ د همغږۍ ادعا کړې وه.

واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې ادعا کړې وه، چې طالبانو د افغانستان په کونړ ولایت کې داعشي «ملیشو» ته دامریکايي ځواکونو د هوايي ملاتړ په مټ ماته ورکړه، کوم ادعا چې طالبانو بې  اساسه او «ګمراه» کوونکې بللې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ددې ادعا د ردولو ترڅنګ دغه راپور «مغرضانه» بللی دی: «موږ دا ادعاوې په کلکه ردوو، داسې مغرضانه راپورونه د دې لپاره خپریږي چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د اسلامي وجاهت او جهاد په اړه ذهنیتونه مغشوش کړي، په واقعیت کې له داعشي پديدې سره د جګړې په مهال به امریکايي ځواکونو د اسلامي امارت د مجاهدینو په سنګرونو مکرر بمبارونه کول.»

طالبانو دغه راز ټینګار کړی لکه څرنګه چې د هېواد د خپلواکۍ او په کې د «اسلامي نظام» د قیام لپاره یې خپلواکه مبارزه پیل کړې همداسې به د «فتنه ګرو» او «شریرو» ډلو د ځپلو لپاره هم خپله ملي مبارزه دوامداره ساتي.

په خبرپاڼه کې داسې ویل شوي: «د اسلامي امارت مجاهدین لکه څرنګه چې د هيواد د استقلال او دلته د اسلامي نظام د قيام لپاره په مستقلانه ډول په جهاد لګيا دي، همداسې د فتنه ګرو او شریرو ډلو د ځپلو او د دښمنانو د دسيسو د خنثی کولو  لپاره يې د الله تعالی په نصرت، د خپل مجاهد ولس په مرسته او له خپلو امکاناتو څخه په استفادې سره په مستقله توګه مبارزه کړې او کوي به يې.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې هم امریکايي او د کابل حکومت چارواکي «داعشي ملیشو» ته په پناه ورکولو او اکمال باندې تورن کړي وو او د جوزجان، ننګرهار او کونړ په څېر یې څو داسې بیلګې وړاندې کړې وې، چې امریکايي او د کابل حکومت ځواکونو په کې د «داعش» کلابند کسان د طالبانو له منګولو څخه ژغورلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x