افغانستان

خوست: ځانګړو ځواکونو يو بل تازه راخلاص شوی طالب وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د دولتي ځواکونو له لوري د تازه راخلاص شويو طالب زندانيانو د تعقيب او ترور په دوام دا ځل بيا په خوست ولایت کې يو تن تازه راخلاص شوی طالب د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې تېره ورځ د خوست ولايت مرکز اړوند «کنډيو» سيمه کې د قاري اکبر شاه په نامه يو تن ازاد شوی طالب زنداني چې اوس يې په مدرسه کې د مدرس په توګه دنده ترسره کوله تېره ورځ د ځانګړو ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې قاري اکبر شاه وړمه ورځ ځانګړو ځواکونو له خپل کلي «منګسو» څخه وړی و چې تېره ورځ يې د مرکز اړوند سيمه کې د خلکو په وړاندې په ډزو ووژلو.

د طالب زندانيان له خلاصون وروسته دا څووم ځل دی چې دولتي ځواکونه تازه راخلاص شوي طالب زندانيان چې اوس يې عادي ژوند ته مخه کړې؛ وژني او ځينې يې نيولي او بېرته يې زنداني کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې «د تلې په ۲۵ مه»هم دولتي عسکرو د فراه ولايت مرکز اړوند «کوره ګز» سيمه کې د محمد قاسم په نامه د يو تازه راخلاص شوي طالب په کور چاپه اچولې وه او نوموړی يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د کورنۍ له ۱۲ غړو سره‌ يو ځای وژلی و.

ددې سربېره د تېرې دوشنبې په ورځ «د تلې ۲۸ مه» د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په «ګيله کي» کلي کې د «روح الله» په نامه يو تن طالب چې دوه مياشتې مخکې له زندان څخه خلاص شوی و په خپل کور کې له يو بل ميلمه سره يو ځای وژل شوی و.

طالب مشرتابه له زندان څخه خلاص شويو طالب بنديانو ته د خپل عادي ژوند تيرولو امر کړی دی او راخلاص شويو طالب زندانيانو هم خپل عادي ژوند ته مخه کړې ده.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د تازه راخلاص شويو زندانيانو په کورونو چاپې وهل شوي او د هغوی هرکلي ته وتليو خپلوانو باندې يې هوايي بريدونه شوي او وژل شوي دي.

د تېر اګست مياشت کې هم د پروان ولایت مرکز چاریکارو اړوند قلعه سعدالله سیمه کې د ځانګړو ځواکونو په چاپه کې د محبوب شاه په نامه د يو تن نوی راخلاص شوی بندي په کور چاپه ووهله چې نوموړی په چاپه کې لومړی ټپي او بيا يې په روغتون خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ددې سربېره په بيلابيلو ولايتونو کې د دا ډول نورو پېښو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

څه موده وړاندې د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ په يوه مرکه کې ويلي وو چې له زندان څخه تازه راخلاص شوي طالبان د دولتي ځواکونو له لوري چاپې وهل کيږي چې له امله يې ډېر طالبان او د کورنۍ غړي يې وژل کيږي.

نوموړي ويلي وو چې ډېر هغه طالب زندانيان چې له زندان څخه تازه راخلاص شوي د دولت تر واک لاندې سيمو کې د‌ دولتي ادارو له لوري ګواښل کيږي چې سيمې پرېږدي او د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته په تګ مجبوريږي.

همدا راز ډاکټر نعيم ويلي دي‌ چې داسې بندیان شته چې مدارسو او مساجدو څخه بیا نیول شوي او یا هم د یوه ولایت څخه بل ولایت ته پر لارو باندي له موټره کښته شوي او ځای پر ځای وژل شوي دي او بیا تور پورې شوی چې د جګړې په ډګر کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

د خوشی شوو بندیانو د پاره د جنګ لیکو ( جهاد ) ته له وردنګلو غیره نور څه پاتی دی . غلام غنی غواړی چه د نجیب د برخه لیک سره دیر ژر مخ شی .

طوطی

تازه خلاص شوی کچیری لکه سړی کور ناست وای، ولی به وژل کیده. تازه خلاص شوی کسان باید دومره عقل او شعور ولری چی ټولو باندی د استخباراتو لخوا څارنه کیږی او د هغوی روابط او ارتباطات ټول تر کنترول لاندی دی. لازمه نده چی نوی خلاص شوی طالب دی ځآن خلکو ته داسی وښیی چی کوندی زه فاتح راغلی یم او اوس چی هر څه کوم کولای یی شم. بهترین کار شوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x