افغانستان

پر جوماتو او مدرسو د بریدونو په هکله کابل حکومت ته د طالبانو خبرداری

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): په تخار کې پر یو جومات د دولتي ځواکونو لخوا تر هوايي برید او په تړاو یې د امرالله صالح لخوا خبریالانو تر ګواښوونکو څرګندونو وروسته طالبانو د کابل حکومت ته د «انتقامي» بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې سیاسي تبصره کې چې د طالبانو په رسمي ویب پاڼې الاماره خپره شوې د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار په «هزار قرلق» سیمه کې د دولتي الوتکو لخوا د یو جومات بمبارول او په ترڅ کې یې د ۱۳ زده کوونکو ماشومانو «شهادت» او د جومات د ملا امام په ګډون د ۱۷ نورو ټپي کېدو پېښې د غندلو ترڅنګ په دې تړاو د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح څرګندونې هم بې ځایه بللې دي.

په تبصره کې خبریالانو ته د امرالله صالح ګواښونه د بیان د آزادۍ خلاف ګڼلو سربیره د کابل حکومت له دې امله هم «رټل» شوی چې تل مدام یې د بیان د آزادۍ تر نامه لاندې د سولې په شان «حیاتي» پروسې قرباني کولو ټټر وهلی؛ خو دادی په خپله یې د بیان آزادي تر پښو لاندې کړه او د حقیقت خپروونکي خبریالان یې وګواښل.

د تبصرې پای کې طالبانو د کابل حکومت ته خبرداری ورکړی که چیرې په «مقدساتو» خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي، نو له سخت انتقامي غبرګون سره به مخ شي:

«اسلامي امارت د کابل ادارې له لوري د ولسي هیوادوالو په نښه کول او د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو له منځه وړل په سختو ټکو غندي. په تېره د مقدساتو ورانول مجاهدینو ته  په هیڅ صورت د زغملو نه دي، اسلامي امارت بار بار کابل رژیم ته وریاده کړې چې نور له ولس وژنې، کور نړونې او مقدساتو له ورانونې او سپکاوي څخه لاس واخلي، کنه د مجاهدینو له انتقامي بریدونو به خلاص نشي.»

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشرۍ میرمن ګاسمن هم په  تخار ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا د زده کوونکو ماشومانو وژلو پېښه جنایت بللی او په دې هکله یې خبریالانو ته د امرالله صالح ګواښونه د بیان د آزادۍ خلاف عمل ګڼلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

مساجد زموږ معنوی ارزښتونه او شتمنۍ دی بناً هر څوک چی مسجد او امام او مقتدی په بمبارد او چاپو او انتحاری حملو له منځه وړی هغه کس او کسان د خدای تعالی او دین او انسانیت او افغانیت دښمنان او د ابلیس پلویان دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x