افغانستان

طالبان وايي، نیمروز کې د پولیسو د وژل کېدو پيښه د کمال خان بند پورې تړاو نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال ۶ سرحدي پولیس وژل شوي، طالبان هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې دا پولیس د کمال خان بند پورې تړاو لري.

دا پېښه پرون د جمعې په ورځ ناوخته د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د هلمند د سیند پر غاړه د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو د برید پایله کې رامنځ ته شوې ده.

که څه هم چارواکي په دغه برید کې د ۶ پولیسو د مړینې ترڅنګ د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی او ادعا کوي چې وژل شوي او ټپي شوي پولیس د کمال خان بند ساتونکي دي؛ خو طالبان بیا د چارواکو دغه ادعا ناسمه بولي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ویلي، چې په نیمروز کې وژل شوي سرحدي پولیس د خلکو «ځوروونکي» بللي دي.

قاري یوسف احمدي داسې ویلي: « په نیمروز ولایت کې د کمال خان په بند د برید راپورونه هیڅ حقیقت نلري او موږ یې ردوو، البته له بنده خورا لرې سیمه کې د مزدور دښمن یوه مضره پوسته له منځه وړل شوې چې په بند پورې هیڅ ارتباط نه لري. په دې اړه پروپاګند ته هیڅ اعتنا مه کوئ.»

بل لور ته رسنیو راپور ورکړی چې ګواکې د کمال خان بند ساتونکي طالبانو وژلي، خو خپله طالبان دغه ادعا ردوي او وایي چې دغه راپورونه حقیقت نه لري او موږ یې ردوو.

طالبان وایي، دوی خورا لرې سیمه کې یوه پوسته له منځه وړې چې په بند پورې هیڅ ارتباط نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې هم د بنسټیزو پروژو د ساتنې او څارنې ژمنه کړې وه او خبرداری یې ورکړی ؤ چې د عامه پروژو پر وړاندې به هیچا ته د خنډونو جوړولو اجازه ور نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو د بند ۶ کسه ساتونکی چا شهدیان کړی؟ دوی خو د ټولګټو ساتونکی وه نه یی کافرو سره تړون امضا کړی وه او نه هم د طالبانو پر ضد وسله جګه کړې وه. دی نه دا جوته کیږی چی طالبان د ایران د منافعو ساتونکی په نیمروز، فراه او هلمند کی دی واضحه خبره ده. طالبان د څو پیسو په مقابل کی خپل خلک وژنی، د وطن عامه تاسیسات ویجاړه وی بیا نوم د جهاد پریږیدی. لشکر ګاه کی یی د برق د ستیشن د چور او چپاول زمینه برابره نکړه؟ اوس د لشکر ګاه جاهله ولس چی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x