افغانستان

ننګرهار: د چت پرېوتو له امله اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): په ننګرهار ولايت کې د يو کور چت پرېوتو په پېښه کې د يوې مور او درې بچيانو په ګډون اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې د پچيراګام ولسوالۍ ګيريخيلو سيمه کې تېره شپه د يو کور چت رالوېدلی چې د يوې مور او درې بچيانو په ګډون څلور تنه مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د پچير اګام ولسوال حضرت خان خاکسار هم پېښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې پېښه تېره شپه دوه بجې رامنځته شوې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې د ټولو کسانو جسدونه يې له خاورو راويستلي دي چې يوې مور او درې بچيانو يې پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پيښې ټپيان سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.

بايد وويل شي چې د افغانستان په کليوالي سيمو کې ډېر خلک په غربت او ناچارۍ کې ژوند کوي چې نشي کولای خپل استوګنځي په بنسټيز او معياري توګه جوړ کړي ترڅو د کورونو د ناڅاپي نړېدو څخه خوندي شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x