
کابل پوهنتون لیلیه کې د محصلینو تر منځ نښته شوې
نن ټکی آسیا: د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو د دوه ډلو تر منځ نښتې شوي. ویل کیږي چې د فټبال په میدان کې د دوه محصلینو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوه چې وروسته په فزیکي جګړې بدله شوه.
د کابل پوهنتون دننه محصلین وايي چې لومړی شخړه د دوه محصلینو تر منځ وه او وروسته یې لمن پراخه او جګړه د دوه ډلو تر منځ شوه. د دوی په وینا د شپې تر ناوخته د دواړو ډلو محصلینو تر منځ نښته روانه وه.
راپورونه وايي چې د کابل امنیه قومندان په شمول سلګونه پولیس پوهنتون ته ننوتل او تر یو لړ وهلو، ټکولو او اوښکې بهونکي ګاز تر شېندلو وروسته وتوانېدل چې دواړه ډلې محصلین غلي کړي.
د کورنیو چارو وزارت معین جنرال ایوب سالنګي ویلي چې نښته د شپې ۱۲ بجې پای ته ورسېدله.
غیر رسمي سرچینې وايي چې په نښتو کې څو تنه محصلین ټپي شويدي خو دقیق شمېره يې لا هم نه ده مالومه.
د کابل پوهنتون ځينې محصلین وايي چې دغو جګړو ته له پخوا تیار نیول شوی و، څو د ټاکنو پایلې وروسته کړي. د دوی په وینا پولیس پوهنتون ته د «نندارې» لپاره راغلي وه.
تر دې مهال د ځاني او مالي تلفاتو په اړه دقیق راپورونه نه دي ورکول شوي.
دا نښتې په داسې حال کې رامنځته کیږي چې تېر کال د محصلینو تر منځ د نښتو له امله تقریبا یو میاشت د کابل پوهنتون تړل شوی و.