افغانستان

غزني کې د پولیسو پر موټر د ماین چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وایي، په غزني ښار کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله تر لسو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د غزني د والي ویاند «وحیدالله جمعه زاده» چې نن سهار لس بجې او دېرش دقیقې شاوخوا د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پولیسو پر هغه موټر چاودنه شوې چې دده له قوله ملکي وګړي يې لېږدول.

د نوموړي په خبره، په چاودنه کې د څلورو  ښځو په ګډون اته تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

ورته مهال طالبانو که څه هم د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د غزني ولایت په سروضه سیمه کې یې د عسکرو پر موټر د چاودنې پړه په غاړه اخیستې.

د طالب ویاند له قوله، په چاودنه کې پنځه تنه دولتي عسکر وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مخکی لدی چاودنی ۹ کسه شهیدان شول د طالبانو د مین له وجی بیا چی کله پولیس د پیښی محل ته ورروان شول د پولیسو پر موټر مین چاودنه وشوه. اوس طالبان پر ملکی خلکو مین چاودنه کوی بیا چی پولیس کمک ته ورشی د هغوی پر موټر حمله کوی. دا ټول د پنجابیانو پلانونه دی چی طالبان یی تطبیق کوی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x