دیني، سیرت او تاریخ

د سمرقند او بخارا په وینو لړلی ژوند«څلورمه برخه»

لمر شرفزوی

هغه ورځ مې په یاد ده، چې زمونږ د سیمې په ستر مسجد کې کمونستانو کانفرانس جوړکړی و او د سیمې ټولو اوسېدونکو ته یې په زور په دې کانفرانس کې د ګډون امر وکړ.

کمونستانو اعلان وکړ، چې “څوک په دې کانفرانس کې شتون ونه لري هغه به شکنجه کېږي”. ټول خلک له وېرې مسجد ته راټول شول؛ مسجد د وګړو د ډېرښت له امله داسې ډک شو، چې د پښې د ايښودو هیڅ ځای پاتې نشو. کانفرانس پیل شو؛ له هر څه لومړی د کانفرانس مشر اعلان وکړ، چې روحانیون دې د غونډې له تالاره د باندې ووځي ( په ترکستان کې دینپالو وګړو ته روحاني ویل کېږي) د کانفرانس د مشر په دې اعلان یوه لویه ډله له مسجده ووته او په مسجد کې د کمزوري ایمان له لرونکو، هرځایي مسلمانانو او یا له وړو ماشومانو او ناپوهانو پرته بل څوک پاتې نشول. کمونستانو د باندې د وتونکو نومونه ولیکل. یو څه وخت په فضا‌ء کې چوپتیا خپره وه؛ بیا په مسجد کې پرلپسې د زنګ غږ پورته شو.

هو! په مسجد کې د زنګ غږ… هغسې لکه څنګه چې په کلیسا کې پورته کېږي. چاپېریال له مخکې هم وېروونکی و، خو د زنګ په اواز سره وېره، ډار، ترس او وحشت نور هم ډېر شو. یو کس د دریځ( سټیج) مخې ته راغی؛ د هغه په اړه اعلان وشو، چې دا سړی د اسلام فیلسوف دی. هغه په داسې حال کې چې د خولې لاړې یې په فضاء کې په بې شرمۍ بادېدې په اسلام پسې یې یو نیم ساعت سپکې او چټیات وویل. د قلم په وس نده پوره، چې د هغه چټیات بې له کمي او زیاتي کټ مټ ولیکي. هغه په لنډیز وویل: “اسلام چې د الله د شتون کوم تصور په زړونو کې ځای پر ځای کړی؛ موخه یې د وګړو د مالونو لوټل دي او دا تصور بډایانو، پانګه والو او ملایانو د خپلو خېټو د ډکولو لپاره رامنځ ته کړی، الله، رسول، قیامت، حشر و نشر، جنت، دوزخ، پرښتې، پیریان او داسې نور… دروغ او دوکه ده او د علماء او روحانیونو د غولونې لومې دې. کمونستي ګوند ددې تصوراتو د بنسټ د له منځه وړلو او له دې تصوراتو د وګړو او زحمت کښو د لرې کولو لپاره کلک هوډ او پرېکنده اراده لري…”.

ویناوال د جذباتو د شدت له امله په لوړ غږ ووې:
“ایا څوک د پوښتنې اراده لري؟”

دا چې ددې چټیاتو، خرافاتو او سپکو سپورو له امله مې په رګونو کې وینو څپې وهلې، نو بې له دې چې د کمونستانو غوسه په پام کې ونیسم؛ په اضطراب پاڅېدم او کړل مې:
“چا چې ستاسو د خرافاتو ځواب درکولی شو؛ هغوی مو له مسجده ویستل اوس یې له ارواګانو ځواب غواړئ؟”.

په یاد مې ندي چې هغه وخت مې څه ووې، خو دا مې یاد دي، چې د مسجد فضاء بشپړې چوپتیا نېولې وه او په دې خپره چوپتیا کې مې غږ غړغړې کولې، چې ناڅاپه شور پورته شو؛ نیسئ یې….نیسئ یې….

کمونستانو په یو وخت له څلورو لوریو راباندې برید وکړ، په لغتو او سوکانو یې ووهلم، کورتۍ یې راڅیرې کړه او کالي یې را تار په تار کړل. سرتېري مې لیدل، چې کمونستان یې را څخه په زورونو ګرځول او زه یې د باندې وویستم.

کله چې کور ته ورسېدم نو مور، خویندو او کوچنیو ورونو چې مې حال بل ډول ولید، نو اندېښمن شول. زما د مورکۍ اندېښنه تر نورو ډېره او سمه وه، ځکه هغه د دین له حالت او د مسلمانانو له شته کیفیت ښه خبره وه او له دې غمونو او کړاوونو زمونږ کورنۍ هم بې برخې نه وه. د سوسیالېزم پولیسو زما دوه ترونه، دوه ماما ګان، یو اوښی، دوه د ترور زامن او زمونږ څو کسه نور خپلوان د دیني پاڅون په جرم نیولي او په بند محکوم کړي وو او نیولي یې وو، چې تر ننه یې دا نده معلومه، چې ځمکې کش کړي که اسمان تښتولي.

مورکۍ مې وپوښتل:
“زویه! مور مې درنه ځار شه چا وهلی یې؟”.
که هر څو مې ددې پېښې له څرګندولو انکار او سرغړونه وکړه، خو مور مې ټینګار کاوه؛ په پای کې اړ شوم او دا زړه بوګنوونکې کیسه مې ورته وکړه. مور مې کیسې ته غوږ نېولی و او اوښکې یې د ملغلرو په څېر څڅېدې.

ددې غمژنې کیسې له اوریدو وروسته یې ووې:
“زما د سترګو توره! دوی بې دینه، ناپوه او ستمګر دي، د دوی پوزو ته اصلاً د علم او حقیقت بوی ندی رسېدلی او د دوی خرافات په دین پورې تش تورونه تړل دي؛ خیر دی ستا په اړه زه سوچ کوم؛ ونیسه ډوډۍ وخوره”.

په زړه ډېر بې کراره او اندېښمن وم، زړه ته مې د خوراک اشتهاء نه وه، خو مورکۍ مې په مبارکو لاسونو مړۍ په خوله کې راکولې.

د شپې لږې شېبې تېرې شوې وې. مور مې زما له دوه خویندو سره زما په امامت په جمعه د ماسختن لمونځ راسره وکړ؛ بیا یې زه ځانګړې کوټې ته بوتلم او یو کتاب یې په لاس کې راکړ.

راته کړل یې:
“واخله زویه دا ولوله”
کتاب مې پرانیست؛ ګورم چې د قازان چاپ د سیرت النبی(ص) لومړی ټوک دی. مور مې بېرته لاړه، خو زه په مطالعه کې داسې ډوب شوم، چې ټوله شپه په کې تېره شوې وه. مور مې له صبح صادق مخکې کوټې ته راننوته؛ کتاب یې زما له لاسه واخیست او یو څنګ ته یې کېښود؛ راته ویې وې:
“زړګیه! لږې شېبې ویده شه”.

کیدای شي لږه شېبه به ویده شوی وم، چې مورکۍ مې بیا راغله او د سهار لمانځه ته یې راپاڅولم، مونږ د کور غړو ټولو د سهار لمونځ په جمعه وکړ او د لمر له راختو وروسته د بڼ په کارونو بوخت شوو.

نور بیا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x