ورزش

نن شپه د برسلونا او ريال مدريد ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده د هسپانوي ليګ «لا لیګا» سياليو په لړ کې نن شپه د برسلونا او ريال مدريد لوبډلو ترمنځ مشهوره سيالۍ «الکلاسيکو» ترسره شي.

د فوټبال په نړۍ کې د يادو لوبډلو ترمنځ سيالۍ چې الکلاسيکو بلل کيږي تر ټولو مشهوره او په زړه پورې وي چې لسګونه زره نندارچیان لري، خو سږکال به دغه سيالۍ پرته له نندارچيانو ترسره شي.

دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د شپې په ۶:۳۰ بجې د برسلونا په لوبغالي کامپ نو کې ترسره شي.

د برسلونا او ریال مدرید ترمنځ په تېرو لسو سیالیو کې برسلونان مخکې والی لري چې ۵ یې ګټلي، ۳ مساوي شوي او ۲ ریال مدرید ګټلې دي.

د برسلونا له لوري لیونل میسي، فیلیپي کوتینو، انسو فاتې، فرانکي ډي یانګ، جیرارد پیکی او انتوانی ګریزمن مهم لوبغاړي دي، په داسې حال کې چې د ریالد مدرید لخوا کریم بینزیما، جونیر وناسیس، سرجیو راموس، لوکا موډریچ او کاسمیرو مهم دي. باید وویل شي چې ایډن هازارد د پټي کېدو له کبله له لوبډلې بهر دی.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸م کال کې کریستیانو رونالډو د ریالد مدرید لوبډله پریښوده او ایټالوۍ لوبډلې یوونتوس ته لاړ، د الکلاسیکو سیالۍ خوند پیکه شو، خو لا هم دواړه لوبډلې پياوړې دي او یوه بل ته د ماتې ورکولو وړتیا لري.

د برسلونا لوبډلمشر لیونل میسي ویلي، د رونالډو په شتون کې د الکلاسیکو سیالیو جلا خوند و، زما او د هغه سیالي مینوالو ته جالبه وه.

ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ یو د اروپا اتلانو لیګ (چمپینز لیګ) ګروپي سیالیو په لړ کې د کریستیانو رونالډو لوبډله یوونتوس او د میسي لوبډله برسلونا مخامخ شي. په دغه لوبه کې د رونالډو ګډون شکمن دی چې هغه په کرونا ویروس اخته شوی او اوسمهال قرنطین دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x