نړۍ

ټرمپ: د سعودي په ګډون پنځه نور عربي دولتونه به هم له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د سعودي په شمول پنځه نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره اړيکې جوړولو ته لېواله دي.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه وکړې، چې تېره ورځ سوډان هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو د اړيکو جوړولو هوکړه وکړه.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو ته وويل: «پنځه نور عربي دولتونه هم له اسرائيلو سره د اړيکو عادي کول غواړي او هيله ده، چې سعودي به هم ژر داسې ګام پورته کړي.»

سپينې ماڼۍ تېره ورځ اعلان وکړ، چې سوډان د متحده عربي اماراتو او بحرين په څېر له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو هوکړه کړې ده.

ټرمپ د اسرائيلو او سوډان له صدر اعظمانو سره د درې اړخيزې ټيليفونې اړيکې پر مهال وويل، چې د سوډان او اسرائيلو اړيکې د يوه څاڅکي وينې له توېدو پرته جوړې شوې.

د اسرائيلو او سوډان ترمنځ دا هوکړه په داسې حال کې شوې، چې د امريکا ولسمشر کانګریس ته ويلي، چې سوډان د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو دولتونو له ليسته وباسي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم ويلي، چې په لنډ وخت کې به نور عربي دولتونه هم له دوی سره اړيکې جوړې کړي او زياته کړې يې ده، چې نور به سوډان د اسرائيلو پر مخ پرانيستی وي.

« د امت ملي ګوند» او «يووالي ګوند»، چې د سوډان د ايتلافي حکومت مهم شريکوال دي، له اسرئيلو سره يې د اړيکو جوړول په قاطع اکثريت رد کړي دي.

د سوډان له لوري له اسرائيلو سره د اړيکو جوړول ستر راز بلل کيږي، ځکه چې د ۱۹۶۷ کال له جګړې وروسته، چې اسرائيلو د فلسطين لويديځه تړانګه، شرقي قدس شريف او غزه ونيول، نو ډېری عربي هېوادونو د سوډان پلازمېنې خرطوم کې له اسرائيلو سره د هر اړخيز پرېکون تړون وکړ، چې اسرائيلي ښکېلاک به په رسميت نه پيژني او نه به ورسره مذاکرات او سوله کوي.

سوډان، متحده عربي امارات او بحرين له اسرائيلو سره پولې نه لري او نه هم د عربو او اسرائيلو د جګړې پر مهال يې کوم ستر رول لوبولی و.

تېر کال د سوډان پر پخواني ولسمشر عمر البشير له پوځي کودتا وروسته په تېره فبرورۍ د سوډان د انتقالي حکومت مشر عبدالفتاح البرهان په اوګنډا کې له نتنياهو سره ليدلي وو.

له هغه وخت راهيسې داسې ګنګوسې وې، چې د سوډان کودتاچي رژيم به له اسرائيلو سره اړيکې جوړې کړي او د سوډان حکومتي سرچينو ويلي و، چې لوړپوړي اسرائيلي او امريکايي پلاوي تېره چهارشنبه خرطوم ته سفر کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له ۹/۱۱ وروسته چه بوش دغه جنګ ته د صلیبی نوم ورکړو د هغه صلیبی جنګ نتیچه نن راووتله امریکایان په منځنی ختیز کی د پام وړ لاسته راوړنی لری یعنی دواړه کعبی یی غصب او اسراییل په رسمیت وپيژندل شول یعنی د اسراییلو د کنترول لاندی منځنی ختیز کی بله متحده اضلاح جوړه مګر برخلاف افغانستان کی د ملامالتونکو او شرمیدلو ماتو سره مخ دی ډیر ژر به کده وکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x