ورزش

خبیب نور محمدوف نن شپه خپل امریکایي سیال سره مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د رزمي سیالیو مشهور روسی مسلمان مبارز خبیب نور محمدوف د مارشل ارټ یا فري فایټ (UFC) د سپک وزن سیالیو په ترڅ کې نن شنبه د شپې په ۱۰:۳۰ بجې د خپل امریکایي سیال جستن ګیچي سره مخامخ کیږي.

دواړه سیالان به د یو اف سي د ۲۵۴ دور سیالیو کې لوبیږي چې کوربه توب یې د متحده عربي اماراتو ابو ظبي ښار کوي. باید وویل شي دغه سیالۍ به د نندارچیانو په نه شتون کې ترسره کیږي.

دغه سیالۍ به جالبه او په زړه پورې وي چې جستن ګیچي او خبیب ترمنځ وړاندوینې نږدې مساوي دي او دواړه له یوه بل کم نه ګڼل کیږي.

خبیب نورمحمدوف د یادو سیالیو لومړی لوبغاړی دی چې تر دې دمه یې ۲۸ سختې سیالۍ ترسره کړي او لا هم نه دی مات شوی، خو هغه وایي چې اوس د پخوا په پرتله شرایط متفاوته دي.

خبیب زیاتوي، «زما لپاره دا یو ځانګړی وخت دی چې په ابوظبي کې لوبه کوم، د کرونا وبا له شرایطو سره چې نندارچیان او مینوال به نه شتون ونلري، لږ څه ستونزمنه وي».

دا په داسې حال کې چې خبیب نور محمدوف په ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه خپل ایرلینډي سیال «کونر مک ګریګر» ته د یو اف سي سیالیو په ترڅ کې تاریخي ماتې ورکړې وه. دغه راز یې په ۲۰۱۹م کال اکتوبر میاشت کې خپل امریکایي سیال دستن پویریر ته هم ماتې ورکړې وه.

د خبیب امریکایي سیال جست ګیچي ۲۴ واره د یادو سیالیو په لړ کې میدان ته ښکته شوی چې ۲۲ واره يې بریا خپله کړې او دوه واره مات شوی دی، خو نور محمدوف ۲۸ واره ښکته شوی او تر اوسه مات شوی نه دی.

خبیب نورمحمدوف په اوسني مبارزینو کې تر ټولو غوره مبارز ګڼل کیږي، چې د غوره مبارزۍ ترڅنګ یو ښه او په دین ولاړ مسلمان هم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x