افغانستان

کابل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې/ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار د دیارلسمي امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند «فردوس فرامرز» رسنیو ته ویلي، چې چاودنه نن ماسپښین ۴:۳۰ بجې شاوخوا د دیارلسمي امنیتي حوزې اړوند «دشت برچي» نومي سیمه کې شوې؛ خو د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

د رسنیو د راپورونو په اساس چاودنه د کوثر دانش په نوم په یوه ښوونیز مرکز کې شوې، چې د عیني شاهدانو له قوله شل تنه پکې ټپیان شوي او ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي.

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت وایي، د پېښې له ځایه اته ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي.

دا خبر بشپړېږي…

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x