نظــر

اتلان؛چې له ګاونډي یې کاناډا جوړه کړه او له خپل هېواد رونډا!

استاد محمد زمان مزمل

پرون یوه شومه ورځ وه د پاکستان د ویزې په ګڼه ګوڼه کې هوښیارو ننګرهاریان هومره ټېله او ټمبه جوړه کړه چې پدې وحشي اینډه کې یې یوولس افغانۍ تورسرې تر پښو لاندې مړې کړې.

کله چې مې د تلویزون پر مخ دا ننګین خبر اورېد نو پوه شوم چې پاکستان څومره دغه بې مشره او بې زعامته هېواد د ځان پسې غوټه کړی ده.

اخر دې پاکستان کې دي څه؟ چې د دواړو هېوادو په منځ کې د بد او تپل شوی مخالفت د عروج په تریخ پړاو کې بیا هم خلک دومره پاکستان ته روان دي چې په وروستۍ اتلولۍ کې چې د سولې په دوران کې یې د قطر د ښاغلو د هېواد په هلمند، کندز، جلال اباد، لغمان او بلا نورو ځایو کې د سړي وژونکو تراژیو تر څنګ دا هم سجل کړه چې د ویزې په بېروبار کې یوولس ښځینه مري، ویزه هم د یو اسیایي متوسط هېواد پاکستان، نه د امریکا، جاپان او یا هغې لرې کاناډا.

د پېښې غم په ننګین جٌول کې هومره وزنګولم چې له ځان سره مې ویل:

افغانستانه! ستا ټولې اتلولۍ فوق العاده دي د شوروي ماته ،د کابل جګړې، امریکا اشغال، د قطر د امریکا او طالب تړون ، د هلمند د بېځایه شوو اوږد کاروان او پای او وروستي اتلولي هغه هم د پاکستان د ویزې په انډوخر کې د یوولسو مظلومو زنانوو شهادت.

سړی نه پوهېږي چې په هغه طالب بندي وژاړي چې د اوږدې بندیخانې تېرولو وروسته پخپل کور کې د خپل واده په لنډ او تنګ انتظار کې پخپل کور کې بمبارد شو او که پر هغه پېغلې چې پېښور ته د واده د مراسمو لپاره روانه وه او د ویزې په ازدحام کې یې ارمانونه او خوشحالۍ د ځان سره بدرګه یوړل او که په هغه هلمندي بوډا سپینږيري چې په یو بدرنګه کاروان کې په لوڅ او دوړن ترکتور کې مخ په لښکرګاه د فتح الفتوح د راتلونکو تیاریانو لپاره روان وه.

د غم ځای دا ده چې د بزکشۍ لپاره مست او پارېدلي اسان د بزکشۍ په میدان کې څومره په یوه توده حیواني ماجرا کې ځان خاوند او د میدان خلک هغه ټول تر نظر لاندې خوندي ساتي ،ولې هوښیارو جلالَ بادتیانو دا د ګندارا د تهذیب اوله درجه میراث خورو هوښیارانو او شته ادارې څه شئ پېغور ته پرېښودل.

موږ چې د خپل هېواد لپاره د تدبیر هر څه بایللي او پخپل هېواد کې د جنګ پرته هېڅ کردار نه شو اداء کولای آن هغه واجب سوله هم په لرې دوحه کې د افغانانو د بې عقلۍ او سرتمبګۍ وروستی فلم ډکوي، ماته د بېچارګۍ په یو بې وسي تل کې دا سترګو ته ودرېدل چې ګوره زموږ اتلان.

…زموږ اتلان چې له ګاونډي یې کاناډا جوړه کړه چې د ویزې د اخیستو په اینډه کې یې یوولس افغانان او مظلومې ښځې شهیدانې شولې.

زموږ راتلونکی نسل چې که له بخته یې جګړې پرېږدي او په یوه اوږده فاصله کې دې پېښې ته تر شا وګوري نو له ځان سره به ووایې:

چې دا پاکستان وه څه شئ؟ چې زموږ پلارونو او مشرانو یې د ویزې په نشه کې انسانان تر پښو لاندې کول.

زموږ اتلان …اتلان چې له پاکستان یې کاناډا جوړه کړه هغوی له خپل هېواد اسیایي رونډا

…رونډا چې تاسې ناورینونه، وحشي سونامۍ، دربدرۍ دا ټول هر ماښام پخپل کور کې وینئ او وروستۍ یې د ننګرهاریانو د ویزې سونامي ده چې په څومره کورو کې به زموږ د بااحساسه او له پاکستاني پرګنو اوچتو مظلومو افغانانو غرور او ملي احساس زخمي کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سلامونه مزمل صاحب.
په لاس او په قلم د برکت شه،الله ج د اوږد عمر درکړی چه همیشه د ستا لیکنه څخه مستفید شو.
زما په نظر د استخبارتی جګړه ده،چه د خلاصیدو غوټه یی د استخباراتو په لاس کی ده،
د جګړی تیزول.درول،ټول پاکستان او امریکا په لاس اداره کیږی،
نو په دا کی طالیب او دولت ملامت نه دی،ځکه چه طالیب او دولت همدا د استخباراتو غلامان او همدا د افغان قتل ته یی ملا تړلی ده،

A saeed

محترم استاده!
سلامونه او نېکی هېلی.
شرم نه مرګ هغو برای نام افغانانو ته پکار ده چی ده پاکستان دشمنئ دعوه کوئ خو عمل ئ 0 ئ.
په افغانستان کی په دومره ډالرو کی دوئ ېو ۲ ېا ۳ داسی اسپتالونه جوړ نکړل چی دا افغانان خپل علاح په کشی وکړی. افسو س زمونږ ده افغانانو په حال. له ډېرو پېغورونو سره مخامخ ئېو.😭😭😭
دی کابل نااهله اداره دی
الله ج
زر تر زره نابوده کړی او شه مسلمان شه افغان او اهل خلګ دی مونږ ته راکړی. امېن

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x