افغانستان

د کاپیسا د اله سای ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په یوه کمین کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): په یو وسله وال برید کې د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې لس بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د اله سای ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر خپلې دندې ته روان ؤ، چې «جنګریز» په ساحه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.

قادري زیاتوي، په دغه کمیني برید کې داله سای ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر، د هغه بل همکار او ساتونکي په ګډون د ملي امنیت ۳ کارمندان وژل شوي او یو بل د امنیت کارمند ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت وړاندې د کاپیسا ولایت د کوه بند ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر هم د خپل کور ترمخه په یو وسله وال برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x