شعـــــرونه

ته ورور يې د سپوږمۍ افغانستانه مقدسه/نثار

احمدالله نثار

وٙښکليه مقٙدّٙسه وٙ،جانانه مقٙدّٙسه
ته ورور يې د سپوږمۍ افغانستانه مقٙدّٙسه

سهار چې کله لمر راخيږي،وروسته له کابله
لمړى په تا سلام کوي ميدانه مقٙدّٙسه

نه زور ته تسليمېږې نه حالاتو ته ږدې غاړه
لا،نور دې خداي مضبوط کړه ای ایمانه مقٙدّٙسه

فقط، د چا د دوو، سترګو ديدار و،خو ونشو
نيمګړى راته پاتې شوې آرمان مقٙدّٙسه

غرور دې د پګړۍ؛ نړۍ له صفر سره ضرب کړه
راځه د شملورو سپين کاروانه مقٙدّٙسه

په خداي لکه د بلې دنياګۍ انسان غږيږي
خبرو نه معلومه ده انسانه مقٙدّٙسه

خالي يو ځل يې وليدې خفه يار راپخلاشو
منم دې کرامات څيرې ګرېوانه مقٙدّٙسه!!!

نثار د بل د زړه څړيکې د خپل زړه څړيکې بولم
ځه شکر دۍ چې تا،لرم وجدانه مقدّٙسه

احمد الله نثار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x