نظــر

اسراييلو ته د رسميت ورکولو هڅې او د اسلامي نړۍ مسؤليت؟!

م. احمد طلحه

بيت المقدس د انبياء عليهم السلام د زوکړې، زلميتوب او دعوت ټاټوبی. د مسلمانانو لومړۍ قبله او د معراج د سفر پر مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی پړاو. دغه مبارکه سيمه وحدانيت او اسلام سره داسې ژورې اړيکې لري، چې قطعه کول يې ناشوني دي. همدا لامل دی چې اسلامي تاريخ کې د بيت المقدس فتح ډېر ارزښت لري. په لومړي ځل د اسلام د دوهم خليفه اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په لاس فتح شو او دوهم ځل ستر غازي صلاح الدين ايوبي رحمه الله دغه وياړ وګاټه.

همدې ارزښت ته په پام سره بیت المقدس او په ټوله کې د فلسطين قضيه د مسلمانانو لپاره د ناموس حيثيت لري؛ خو له بده مرغه چې په دې وروستيو کې ځينې عربي هيوادونو د امريکا د فشار له امله اسرائيلو سره اړيکې عادي کړي دي او په ډېره سپين سترګۍ سره يې د ټولو مسلمانانو له سپېڅلو ارمانونو سره جفا کولو ته ملا تړلې.

امريکا او ډېر نور اسلام ضد هيوادونه له ډېره وخته په دې هڅه کې وو، چې اسرائيلو ته په سيمه کې رسميت ورکړي او ددې کار لپاره يې له سياسي، اقتصادي او نظامي لارې په کار واچولې او په ډېر چل او مکر سره يې ځينې اسلامي هيوادونه دې ته وهڅول، چې اسراييل په رسميت وپېژني. په سيمه کې د ايران او عربي هيوادونو ترمنځ د روانې سيالۍ تر شا هم د امريکا لاس دی او غواړي په دې توګه عربي نړۍ اسرائيلو نږدې کړي.

اسرائيل په منځني ختيځ کې د سرطان دانې په څېر ناوړه اغېز لري او تر څو چې دغه مکار په دغه سيمه کې شتون او نفوذ ولري، تر هغو به اسلامي نړۍ کې امن او ثبات رانشي. اسلامي هيوادونه مسؤليت لري، چې د امريکا او اسرائيلو ددې پټې توطيې او دسيسې پر وړاندې ودريږي او پرې نه ږدي، چې په دغه شوم پلان کې بريالي شي.

اسلامي کانفراس، د اسلامۍ نړۍ مشران او نور اسلامي سازمانونه مسؤليت لري، چې ددې کار پر ضد په خپل ټول توان غږ پورته کړي او د فلسطينيانو د حقونو ترلاسه کولو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي. کومو هيوادونو چې اسرائيلو سره د اړيکو عادي کولو تړون کړی، د هغوی ملتونه بايد په ډېر زور سره د خپلو حکومتونو ددغې پرېکړې پر وړاندې ودريږي او حکومتونه مجبور کړي، چې له خپلې پرېکړې تېر شي. او دغه راز ټول مسلمانان بايد ددغې خطرناکې معاملې پرضد خپل غږ پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x