شعـــــرونه

توپير/ عبيدالله علم

عبيدالله علم

‏‎زه د قطر دغو ناستو ته حیران يم
‏‎پر لیدلو یې قسم دی پښيمان يم

‏‎یوہ خوا کې ټول دسولې په ارمان دي
‏‎بل طرفته بیا د سولې دښمنانان دي

‏‎څو قطاره ‌‌‌‌‌‌ډیر په نظم په یو رنګ ناست
‏‎ھغه بله خوا په خپلو کې په جنګ ناست

‏‎دا یو رنګ کې د وطن لوی عالمان دي
‏‎بل خوا څو رنګه بې علمه ماشومان دي

‏‎په یوه ‌‌‌‌‌‌ډله کې نظم، آرامي ده
‏‎او په بله ‌‌‌‌‌‌کې بیا‌‌‌‌‌‌ ډیرہ ګډوډي ده

‏‎دې حالت ته خدای شته سر په پریشاني شم
‏‎د دې دواړو ‌‌‌‌‌‌ډلو مینځ کې بیا قاضي شم

‏‎دا يو لوری يې خير غواړي د وطن
‏‎بلې ډلې بيا سوچ وړي د خپل تن

‏نو به دا وړۍ په څه ډول شړۍ شي؟!
‏‎دا خزان به څه وږمه پسرلنۍ شي؟!

‏‎په ناروغو خلکو روغه کله کیږي
‏چې يې غواړي نه نو جوړه کله کیږي؟!!

عبیدالله علم لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x