نړۍ

په عربي او ټوله اسلامي نړۍ کې له فرانسې سره د پرېکون غوښتنه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون له لوري د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم په شان کې د سپکاوي ژبې په ټوله اسلامي نړۍ کې پراخ غبرګونونه پارولي او مسلمانانو له فرانسوي توليداتو سره د پرېکون غوښتنه کړې ده.

په عربي او ټوله اسلامي نړۍ کې د لاريونونو له لارې او ټولنيزو شبکو کې له فرانسې سره د هر ډول اړيکو او فرانسوي توکو سره د مقاطعې غوښتنه کېږي.

له تېرې ورځې راهيسې د کويت او قطر له ډېری سوداګریزو مارکيټونو څخه فرانسوي توکي لرې کړی شوي دي.

د مسلمان ځوان له لوري د وژل شوي ښوونکي صامويل باتي په جنازه کې د فرانسې ولسمشر ويلي و، چې دوی به کارټونونه «اشاره يې د پيغمبر عليه السلام په شان کې توهين ته وه» خپروي اګر که ځينې پر خوا بدوي.

ماکرون زياته کړې وه، چې هېواد به يې د سيکورلرېزم بیرغ لوړ وساتي.

د اسلامي همکارۍ سازمان د فرانسې له لوري پر اسلامي مقدساتو روان بریدونه غندلي دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، د فرانسوي چارواکو د وروستيو څرګندونو له امله د فرانسې او اسلامي نړۍ اړيکې خرابېدی شي.

کويت د اسلامي همکارۍ د سازمان د اعلاميې ملاتړ کړی او دا يې د ټول اسلامي امت غږ بللی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان ويلي، د فرانسې ولسمشر عقلي او عصبي ډاکټر ته اړتيا لري، چې دی ولې له اسلام سره دښمني کوي.

د قطر په مارکيټونو کې هم له فرانسوي توکو سره د پرېکون پرېکړه شوې ده، همدارنګه د قطر پوهنتون هم ويلي، د فرانسې د وروستيو پېښو له امله د فرانسوي کلتور اونۍ نمانځل يې تر نامعلومې نېټې ځنډولي دي.

د قطر او کويت سربېره په نورو عربي او اسلامي هېوادونو او ټولنيزو شبکو کې هم د فرانسوي ولسمشر د وروستيو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودل کيږي، هغه يې د انسانيت او اسلام څرګند دښمن بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x