دیني، سیرت او تاریخ

زلزله رحمت دی که عذاب؟!«لومړۍ برخه»

مفتي فضل هادي سالک

دې کې شک نشته ،چې زلزله  د الله جل جلاله  د قدرت له آیاتونو څخه هغه آیت دی، چې کله په یو قوم کې سرکشۍ ډیرې شي ،نو څښتن تعالی  پرې  دا قوم  وویروي او خپلو کړنو ته یې متوجه کړي ، کله چې بیا  اصلاحات پکې رانشي ،نو د هلاکت تر سرحده یې ورسوي،دا داسې یوه غیبي قوه ده، چې د نړۍ بشر یې له کنترولولو څخه عاجز دی.

ډیرو خلکو سره داسې پوښتنې پیدا کیږي چې دا زلزله ولې کیږي؟
څه وجوهات لري؟
دا زلزله رحمت دی که عذاب  دی؟
ددې زلزلې حقیقت څه شی دی؟
له زلزلې څخه تېښته څنګه ده؟
په زلزله کې څه پکار دي؟
دا زلزله طبیعي پیښه ده که د الله تعالی په حکم مینځته راځي؟

او داسې نورې پوښتنې وي، چې ځوابول یې ضرور دي،  چې د څښتن تعالی په مرسته مو دادی دې لیکنه کې خپل کوښښ کړی، ترڅو دې پوښتنو ته څه ځواب وویلای شو.

البته دا باید هم ووایو: چې ددې حوالو څخه مو د بدخشان ولایت د تیرو زلزلو او پیښو په اړه هم څه استفاده کړې وه خو د موضوع د اهمیت له کبله او ددې لپاره چې دې موادو  یې شرعي اړخ لاره، د افادیت او عمومیت لپاره ستاسو لوستوالو لپاره ولیکل شول.

په اسلامي شریعت کې د زلزلې پیښیدو وجوهات:

أخرج الترمذي عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم العلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنىص -389- … صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسدهم وكان زعيم القوم أرذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها. فليرتقبوا عند ذلك ريحا حمراء وزلزلة وخسفا ومسخا وقذفا وآيات تتابع كنظام لآلئ قطع سلكه فتتابع” (الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)

ترجمه: جامع  ترمذي له حضرت ابوهریره رضی الله عنه  څخه  روایت  نقل کوي، چې هغه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
کله چې مال فی خپل دولت وشمیرل شي، امانت غنیمت وګڼل شي، زکات ورکول تاوان وبلل شي، د علم زده کړه د دین نه په غیر کیږي (د دنیوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی د خپلې ښځې اطاعت کوي، مور یې پریښې وي ،ملګري ځانته را نږدي کوي او پلار لري کوي ،په جوماتونو کې اوازونه پورته شي، د قبیلې مشر کوم فاسد سړی غوره شي، د قوم ملک، مشر او زعیم تر ټولو رذیل شخص شي، د یو چا قدر او عزت د هغه له ویرې څخه کیږي، ډمې او د موسقیت او لهو لعب الات  کوونکي څرګند شي، شراب وڅښل شي، ددې امت وروستنو په اولنیو باندې لعنت ووایه، نو دوی دې د سره باد، زلزلې، خسف، مسخ، قذف او نور آیاتونو یا د قیامت د نورو نښو انتطار وکړي، چې داسې به پرله پسې راځي لکه په یوه تار کې پییل شوي مرغلرې چې تار یې وشلیږې او پرله پسې یو په بل پسې راتوییږي.

وأخرج الترمذي أيضا عن ابن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إذا فشا في هذه الأمة خمسة يحل بها خمس إذا أكل الربا كانت الزلزلة والخسف” وصح أنه صلى الله عليه وسلم قال: “جعل الله عذاب أمتي في الدنيا القتل والزلازل والفتن”. وأخرج ابن أبي الدنيا حديث: “سيكون في أمتي خسف ورجف وقردة وخنازير” وأخرج ابن السكن حديث: “يكون في أمتي رجفة يهلك فيها زهاء عشرة آلاف أو أكثر من ذلك, يجعلها الله عظة للمتقين ورحمة للمؤمنين وعذابا على الكافرين”
(الفتاوی الکبری الفقهیة علی مذهب الامام/ج۲/ص۲۹۷)
ترجمه : ترمذي  شریف د حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت کوي، چې هغه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې پدې امت کې پنځه کارونه څرګند او علني شول، پنځه عذابه به پرې نازلیږي، کله چې سود خوري پیل شوه، زلزلې او خسف به پیل  شي، او په صحیح روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې چې زما د امت عذاب الله جل جلاله په دنیا کې وژنې، زلزلې او فتنې ګرځولې، د ابن ابي الدنیا په یوه حدیث کې راغلې چې نږدې ده، چې زما امت کې به خسف، زلزلې، بیوزګانې کیدل او خنزیران کیدل وي، د ابن سکن په یوه حدیث کې راغلي، چې زما په امت کې به زلزله وي، چې لس زره زهاء به پرې هلاک شي او یا به تردې هم زیات وي ،الله جل جلاله به یې د پرهیزګارانو لپاره وعظ، مومنانو ته رحمت او کافرانو ته عذاب وګرځوي.

همداسې د حضرت عایشې رضی الله تعالی عنها نه روایت راغلی چې فرمایي:

وذكر ابن أبي الدنيا عن أنس ابن مالك أنه دخل على عائشة، هو ورجل آخر، فقال لها الرجل: يا أم المؤمنين حدثينا عن الزلزلة; فقالت: إذا استباحوا الزنى وشربوا الخمر، وضربوا بالمعازف، غار الله عز وجل في سمائه، فقال للأرض: تزلزلي بهم، فإن تابوا ونزعوا، وإلا هدمتها عليهم; قال: يا أم المؤمنين: أعذابا لهم؟ قالت: بل رحمة للمؤمنين، ونكالا وسخطا على الكافرين . (الدرالسنیة فی کتب النجدیة /ج۲۱/ص۵۹)المکتبة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x