نړۍ

دالقاعدي دګوند مرستیال مشر عطیه عبدالرحمن ووژل شو

Atia_abdul_rehman(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۲۸) واشنګټڼ: دامریکي څارګري اداري (سی آی ای) دعوه کړي چي دپاکستان اوافغانستان پرپوله قبایلي سیمي وزیستان کی یی دیوبرید په نتیجه دالقاعدي دنوي مشرتابه مرستیال عطيه عبدالرحمن وژلی دی، دامریکي ددفاع وزیرلون پنیټا خبرورکړی دي چي عطیه عبدالرحمن یی د رواني میاشتی پر ۲۲ تمه نیټه  دافغانستان اوپاکستان پرپوله باندي دبی پیلوټه الوتکي دبرید په ترڅ کي وژلی دی.

سرچیني وایی دالقاعدي دبنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن له وژلو څخه وروسته عطیه عبدالرحمن دالقاعدي دنوي مشر ایمن الظواهري مرستیال ټاکل شوی وو، داسامه له وژلو څخه وروسته دنوموړي داوسیدلو په وداني کي دځینو اسنادو په ترلاسه کولو سره امریکایانو ته داهم څرګنده شوی وه، چي ښاغلي عطیه عبدالرحمن واسامه ته ډیرنژدي اودګوند دعملیاتو عمومي مسئوله وو، اوهمدارنګه نوموړي یو وخت کي داساه له لوري دایران دهیواد لپاره خاص نماینده هم ټاکل شوی وو، اوپه ډیراسانه اوازاده توګه یی وایران اوله ایران څخه بهر تګ اوراتګ کاوه.

عطیه عبدالرحمن د ۳۰ کلنو په شااوخواکي عمر درلود دلیبیا دهیواد اوسیدونکی وو اوله شیخ اسامه سره په ډیرکوچنیوالی کي په افغانستان کي یوځای شوی وو.

شنونکي وایی که چیري عطیه عبدالرحمن په رښتیال سره وژل شوی وي، دابه دامریکایانو له هغي ادعا سره مرسته وکړي چي دشیخ اسامه له وژني وروسته یی ویلي وو،  دالقاعدي ګوند نورکمزوري شوی اومشران به یی زمونږ دخاصه عملیاتو له لوری یوپه بل پسي وژل کیږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x