افغانستان

کابل کې پر ښوونیز مرکز د خونړي برید مسئولیت داعش ډلې په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر یوه ښوونیز مرکز باندې د خونړي برید مسئولیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

دغه برید چې نن ماځیګر څلور بجې او دېرش دقیقې شاوخوا د دیارلسمي امنیتي حوزې «دشت برجي» اړوند «پل خشک» نومي سیمه کې د «کوثردانش» په نوم یوه ښوونیز مرکز ته څېرمه ترسره شو؛ د کورنیو رچارو وزارت په وینا، لس تنه پکې وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

ورته مهال طلوع نیوز بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې په دې برید کې ۲۹ تنه وژل شوي او ۷۲ نور ټپیان دي.

داعش ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل ښار کې يې د «روافضو» پر یوه ډله باندې د برید په ترڅ کې پنځه ویشت تنه وژلي او پنځوس نور یې ټپيان کړي.

طالبانو که څه هم په برید کې لاس لرل رد کړي؛ خو ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د برید د غندلو تر څنګ طالبان د جګړې او تاوتریخوالي لامل بللي.

مصالحې شورا هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره شوی برید په کلکو ټکو غندلی.

دغه برید داسې مهال دی چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټیم تر منځ خبرې روانې دي او ورسره جوخت د افغانستان د اوږدې جګړې پای ته رسېدلو ته هیلي راټوکېدلې.

طالبان که څه هم د تازه برید د ترسره کوونکو په اړه څه نه وايي؛ خو تر دې وړاندې یې په بیا، بیا ویلي وو چې افغانستان کې یې د داعش ډلې ريښې وچې کړې او د کابل حکومت ملي امنیت اوس د هغوی له نامه په استفادې بریدونه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x