ورزش

الکلاسیکو؛ ریال مدرید په ۳-۱ برسلونا ته ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ لړم، ۱۳۹۹ل): د ریال مدرید لوبډلې برسلونا لوبډلې ته په الکلاسیکو سیالۍ کې پرلپسې په دویم وار ماتې ورکړه.

په هسپانوي لیګ کې د نړۍ تر ټولو مشهوره سیالي ترسره شوه چې له مخې یې ریال مدرید برسلونا ته له جالبې لوبې وروسته په ۳-۱ ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د برسلونا په لوبغالي کامپ نو کې د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېل شوه، په ۵مه دقیقه کې د ریال مدرید ځوان لوبغاړي ولوردي لومړی ګول وواهه. برسلونا له ډیر انتظار پرته په ۸مه دقیقه کې د ۱۷ کلن ځوان لوبغاړي آنسو فاتې په مرسته ګول وواهه او لوبه مساوي شوه.

تر لومړۍ نیمايي یا ۴۵ دقیقو لوبه ۱-۱ مساوي شوه، په دې لړ کې د ریال مدرید ګول کیپر ټيبو کورټوا په میړانه د لیونل میسي د شاټونو دفاع وکړه، خو په ۶۳مه دقیقه کې د مدرید لوبډلمشر سرجیو راموس له پينالتي ځایه ګول وواهه او مخکې والی یې ترلاسه کړ.

دغه راز دواړو لورو لوبه په زړه پورې حالت ته ورسوله خو په ۹۰مه دقیقه کې لوکا موډریج د ریال مدرید په ګټه ۳م ګول هم وواهه او د بریا پخلی یې وکړ. په دې سره ریال مدرید په ۳-۱ بریا خپله کړه.

په یادې بریا سره ریال مدرید لوبډله د لا لیګا لیګ په جدول کې لومړي مقام ته پورته شوه، په داسې حال کې چې برسلونا ۱۳م مقام ته ښکته شوې ده.

دا له ۲۰۰۷م کال راهیسې دوهم وار دی چې ریال مدرید لوبډله توانیږي برسلونا ته په پرلپسې ډول ماتې ورکړي، له دې وړاندې یې به ۲۰۱۹م کال کې هم په ۲-۰ ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x