ورزش

خبیب نورمحمدوف امریکایي سیال ته له ماتې ورکولو وروسته استعفا وکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د نړۍ نامتو مشهور د رزمي سیالیو مسلمان مبارز خبیب نورمحمدوف خپل امریکایي سیال جستن ګیچي ته د یو اف سي ۲۵۴ دور سیالیو په دویم پړاو کې ماتې ورکړه.

خبیب نورمحمدوف وتوانېد له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي او د ۲۹م وار لپاره یې خپل سیال په میدان کې مات کړ. هغه په خپل تاریخ کې په یادو سیالیو کې ماتې نه ده خوړلې.

نورمحمدوف خپل سیال جستن ګیچ په دویم پړاو کې له ۱ دقیقې او ۳۴ ثانیو وروسته راوپرځاوه. دا سیالۍ د عربي اماراتو په ابو ظبي کې ترسره شوې.

۳۲ کلن خبیب له لوبې وروسته ډیر احساساتي شو او له یادو لوبو څخه یې د تقاعد اعلان وکړ، هغه وویل: «ما خپلې مور سره ژمنه کړې چې دا به زما وروستۍ سیالي وي».

دا په داسې حال کې، چې د خبیب پلار او د نوموړي روزونکی څو میاشتې وړاندې د کرونا ناوړې وبا له کبله له لاسه ورکړ، هغه وویل: «د پلار په نه شتون کې نشم کولی نور دغو سیالیو ته ادامه ورکړم».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x