روغتیا

اروپا کې د کرونا پېښو ډیروالي سره روغتونونه د سقوط په حال کې دي – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په اروپایي هېوادونو کې د کرونا وبا دویمې څپې خلک ویرولي او ویروس په چټکۍ سره مخ پر خپریدو دی، په ځینو هېوادونو کې د زیاتو پېښو له کبله روغتونونه پر سخت او د سقوط په حال کې دي.

د یورو نیوز عربي څانګې د راپور سره سم د لاندیني هېوادونو روغتونونه د کرونا پېښو د ډيروالي له کبله له سخت فشار سره مخ دي:

پرتګال: په پرتګال هېواد کې د کرونا وبا پېښې په پراخه کچه زیاتې شوې دي، چې ورسره روغتونونه سخت د فشار حالت سره مخ شوي دي.

د پرتګال په پلازمینه لشبونه کې د سانتا ماریا روغتون کې د ډاکټرانو او روغتیا پاملرنې کارمندانو په وینا، «وضعیت تر دې دمه تر کنترول لاندې دی، مګر د ژمي په راتلو سره لویې اندیښنې رامنځته شوي دي».

پرتګال د تیرې سه شنبې په ورځ ۲۵۳۵ نوې پېښې ثبت کړې وې چې په دغه هېواد کې د کرونا له پېله تر دې دمه تر ټولو زیاتې پېښې دي.

بیلجیم: په بیلجیم کې د کرونا ویروس پېښې د رغتونونو د ظرفیت څخه ډیرې شوي. د لییج پوهنتون نور ددې وړتیا نه لري، ځکه چې شمېر یې په چټکۍ سره لوړیږي، او ځینې هغه نرسانې چې د کرونا معاینات یې هم مثبت ختلي په روغتونونو کې د فشار کمولو لپاره کار ورکولو ته دوام ورکوي.

ایټالیا: په ایټالیا کې هغه روغتونونه چې د کرونا ناروغانو څخه خالي شوي وو یو وار بیا له کرونا ویروس ناروغانو څخه ډک شوي دي، د ایټالیا په روما ښار جنوب کې د کازال بالوکو په روغتون کې یوازې د یوې بشپړې کورنۍ ۳۰ غړي قرنطین شوي دي.

د لیزیو سیمه چې مرکز یې روم دی، د هېواد دریمه سیمه ده چې د شپې ۱۲ تر ۵ بجو پورې د ۳۰ ورځو لپاره ګرځبندیز لګېدلی دی، دغه راز په ناپولي او کمپانیا ښارونو کې هم ورته اقدام عملي شوی دی.

فرانسه: په فرانسه کې وړمه ورځ له ۴۰ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي چې ورځ تر بلې وضعیت مخ پر خرابېدو ښودل کیږي. د فرانسې لومړی وزیر جان کاستکس اعلان کړی و چې د سترو ښارونو سربېره یې په ۳۸ سیمو کې د شپې لخوا پر ګرځېدو بندیز لګولی.

هغه خبرداری ورکړی چې راتلونکې اونۍ به لا سختې وي، «زموږ د روغتون خدمتونه به تر فشار لاندې وي»، نوموړي دغه راز وړاندوینه وکړه چې «د نومبر میاشت به ستړې کونکې وي او د مړو شمېر به هم په بې سارې توګه لوړ شي».

باید وویل شي چې هسپانیا او فرانسه د اروپایي اتحادیې لومړني هېوادونو دي چې د کرونا ویروس ټولې پېښې په کې له یو ملیون پورته شوي دي.

په نړۍ کې دا مهال ۴۲.۴ ملیونه کسان په کرونا اخته شوي چې ۱.۱۵ ملیونه د مرګ ښکار شوي او ۲۸.۶ ملیونه بېرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x