نړۍ

اردوګان: د فرانسې د ولسمشر دماغ خراب دي او له اسلام سره د دښمنۍ لامل يې نه دی معلوم

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان پر خپل فرانسوي سيال ايمانويل ماکرون سختې نيوکې کړي، هغه يې دماغي مریض بللی، چې ولې د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې د توهين جرئت کوي.

اردوغان ويلي، چې ماکرون رواني او عصبي ډاکټر ته اړتيا لري او دی نه پوهيږي، چې د فرانسې ولسمشر ولې له اسلام سره دښمني لري.

د ترکيې ولسمشر د واکمن «عدالت او پرمختګ» ګوند غونډې ته په وينا کې وويل، چې د فرانسې له لوري د اسلام د ستر پيغمبر عليه السلام په شان کې د توهين هڅه د ټولو مسلمانانو سپکاوی دی.

نوموړي زياته کړې، چې اروپا کې د مسلمانانو پر ضد روان تاوتريخوالی د فاشستي تازه انځور دی او اروپا په تاريخ تر ټولو ستر خونړی بر اعظم دی.

د مسلمان ځوان له لوري د وژل شوي ښوونکي صامويل باتي په جنازه کې د فرانسې ولسمشر ويلي و، چې دوی به کارټونونه «اشاره يې د پيغمبر عليه السلام په شان کې توهين ته وه» خپروي اګر که ځينې پر خوا بدوي.

نوموړي د دغو کارټونونو خپرول د بیان ازادي بللې او زياته کړې يې ده، چې هېواد به يې د سيکورلرېزم بیرغ لوړ وساتي.

د دې سربېره د فرانسې د کورنيو چارو وزير هم ويلي، چې مسلمانانو ته د حلالو غوښو خوړل هم بايد بند شي.

د فرانسوي چارواکو وروستيو څرګندونو په اسلامي نړۍ پراخ غبرګونه پارولي، د قطر او کويت سربېره په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د فرانسوي توکو او همدارنګه له فرانسې سره د هر ډول اړيکو د پرېکون غوښتنه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زد فرانسی ریس په حقه ګڼم هغوی لیوان او مونږ هغه حیوانات یو چه غوښی مو د هغو لیوانو د پاره روا یا هغوی ځانته روا کړی. مګر [ د ترکیی جمهور ریس ، اردګان ] د هغه لیوه په مقابل کی باید له دغو حیواناتو دفاع وکړی په داسی حال کی چه د ترکیی مسلمان عسکر د هماغه فرانسی او امریکی د ریسانو په قومانده شل کاله یی زمونږ مظلوم ولس ووژلو ، د مجاهدینو لوی قاتل ، او بیسواده کمونست جنرال چه د خلکو په وژنه ورته د [ ګلیم جم ] لقب ورکړی شوی حتی خپل معاون… نور لوستل »

Soltansalehi

زمادسترگوتور استادالحاج بیانزی صاحب محترم اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وایم دزره سره دالله ج ..سخه ستااوستافامیل صحت مندی غوارم انشاالله چی صحت مندبه وی سره له فامیله دادیروخت کیژی چی ستاایملونه وینم خوزما لاس رسی نه کدی وتاته زکه زما ایمل دی شبکی نه قبلدی خوبیا په دیر مشکل سره جورشوی اوبیاسووخت ستاپه نن تکی آسیاکشی سه درک نه وی اوس می ولیدی وسلام علکم ورحمت الله وبرکا ته …

مجاهد

وعلیکم السلام سلطان صالحی صاحب !
مننه کوم چه زمونږ پوشتنه مو کړی ، مګر حیرانونکی دا چه د نن ټکی پاڼی ستاسی تبصری نه منلی ولی؟
تاسی کی څه ګناه وه او که پاڼه کی چه ستاسی ایمیل یی نه منلو ؟
مونږ ونه پیژندلی ، که ځان لږ راوپیژنی ستاسی نوم خو مونږ د لمړی ځل د پاره ولیدلو زه نه پوهیږم چه تاسی څه ویل غواړی که لږ ځان راته راوپیژنی بده به نه وی مننه

الحاج استاذ بیانزی

هو، اوس می په یاد شو تاسی هغه صالحی صاحب یاست چه د قطر مذاکراتی ټیم کی واست او خارج کی افغانانو سره مسول واست او بیا له دنده ګوښه شوی . که هغه یاست هم راته ولیکه او که نه ځآن راته راوپیژنۍ مننه

Soltansalehi

محترالحاجاستادبیانزیصاحب محترم بیااسلام علیکم نیکی هیلی اوفرزوینی ستاسی حضورته وراندی کوم محترم زه‌هغه سلطان‌ صالحی یم چه له قزین‌ سخه به می په ایمل اریکه نیوله دری کاله مخ کشی استاده وسلام علیکم ورحمت الله ..خوپه جواب راکلو سره دی ماته یوروحی قوت وبخلو استاده زماگوشی فشتونه‌لری نوزکمی فشتونیمگری ده مننه کوم ستاسی ددوعاوپه امید

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x