افغانستان

خلیلزاد په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د ماشومانو بمبارول یوه«غمیزه» وبلله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د وژل شوو او ټپي شوو زده کوونکو ماشومانو کورنیو سره د غمرازۍ ترڅنګ دا پېښه یوه غمیزه بللې ده.

زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې په تخار کې د دولتي ځواکونو په «هوايي بمبارۍ» کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو پېښې غمیزې بللو ترڅنګ ادعا کړې چې د طالبانو په بریدونو کې هم ملکیانو ته تلفات اوړي او په خبره یې ملکي خلک اړ شوي چې لښکرګاه او نورو سیمو کې له خپلو کورونو وتښتي.

خلیلزاد ددغو پېښو د قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د ډاکتر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ګواښونه هم بې ځایه بللي چې خبریالان یې د تخار «غمیزې» له رسنیز کولو څخه منع کړي وو.

نوموړي داسې لیکلي: «ډیره مُهمه ده چې د افغانستان خپلواکه رسنۍ او فعاله مدني ټولنه پرېښودل شي چې روانې پېښې مستنده کړي.»

د روانو تاوتریخوالي ډکو حالاتو څخه د خلاصون لپاره زلمي خلیلزاد بیړنی«اورکم» او ورپسې د  ټولو ښکېلو لوریو لخوا د داسې «اوربند» پلي کول چې په پایله کې یې سیاسي جوړ جاړی راشي حللارې په توګه وړاندې کړې ده.

نوموړي دغه راز ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه د همدې موخې لپاره پر دواړو غاړو «فشار» اچوي ترڅو «اورکم» عملي او سولې ته ګړندۍ لاره ومومي.

د افغان سولې لپاره امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې مهال په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د زده کوونکو ماشومانو وژل کېدو پېښه غمیزه بولي، چې تردې وړاندې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ټول هغه خبریالان په بند ګواښلي وو، چې دغه پېښه یې رسنیزه کړې وه.

امرالله صالح او د کابل حکومت دفاع وزارت د رسمي اعلامیو له لارې د تالقانو ښار «هزاره قرلق» سیمې پر جومات هوايي برید کې وژل شوي او ټپي شوي زده کوونکي ماشومان د «طالبانو قومندانان» بللي وو، چې په خبره یې د کمانډو عسکرو په غچ کې بمبار شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشرۍ میرمن ګاسمن هم په  تخار ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا د زده کوونکو ماشومانو وژلو پېښه جنایت بللی او په دې هکله یې خبریالانو ته د امرالله صالح ګواښونه د بیان د آزادۍ خلاف عمل ګڼلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د غنی، صالح او نورو ټولو غلامانو میرمنی په امریکایی ډالرو میکپونه کوی، هغه الوتکی چه یی تخار او ټول هیواد کی زمونږ لوی واړه په ډیر وحشت وژنی امریکا ورکړی او هغه مرمی، باروت او تیل هم د امریکا ( دجال ) له خوا ورته هدیه کیږی او هغه وژتمی د امریکا په یونیفورم او د امریکا په معاشونو هغه الوتکه چلوی او هغه بمونه ګذاری . که ملحد او غلام خلیلزاد د کابل په غلامانو ډالر هم بند کړی هغه ماشومان نه شی وژلایی . ای خبیث خلیلزاده که دغه ماشومان ستا لمسی وی څه احساس به کوی… نور لوستل »

دوکتور غروال

افغان غیرتی او صادق مسلمان ملت باندی د امریکا اود امریکا ، پنجابی پاکستان او ایران غلامانو عام قتل باندی ډیر په شوق لګیا دی اما دا خائينان باید په یاد ولری چی غیرتی افغانان به ددی قتلونو غچ اخستونکۍ وی !!!

فهیم

دوکتور صیب زه پوه نشوم چی ستا په آند دا غیرتی افغانان څوک دی چی خپل غچ به اخلی؟

Karwan

فهيم وروره،
وخت مو په خير، دغه غروال ډير ## انسان دي. دهغه مسلمانان نه خوشيږي. د وطن دازادي مجاهدينو ته په ډيره بده سترګه ګوري. هغه ځان دوکتور معرفي کوي، اما باور وکړي بعضي وخت داسي چټي لګيا وي، فکر کيږي دهغه عقل تر پښو لاندي دي. په درنښت کاروان

مجاهد

څه ازادی نیمه ازادی او زیاتی غلامی پآڼی او رسنی دی ، د هر چا خولی، ګوټی او قلمونه ازاد دی چه څه یی خوښه وی هغه لیکی مهمه نه ده چه سم یا سم وی . د مسلمان بودن د پاره [ افرار بلسان او تصدیق بلقلب ] ضروری خبره ده په خوله د کلیمی ویل او باور نه پری لرلو والا لکه غروال او داسی نور. کله چه زړه کی باور زیږول شوی وی هغه باور ته ایمان وایی ایمان زړه رڼا کوی کله چه دغه باور کمیږی رڼا هم کمیږی کله چه باور یا ایمان صفر ته… نور لوستل »

دوکتور غروال

بلی دا تبصره کوونکی ځانونه مسلمانان ، افغانان او د اسلام ټیکه داران بولی اما واقعیت بل څه وائي، بدتر ئي دادی چی داکسان د افغان ملت پر ضد د اجنبیانو له خوا ناقصو تبلیغاتو ته کوک کیږی نو ددوی څخه باید نه د افغانیت او نه دی اسلامیت توقع ولرلۍ شی دوی یوازی د اجنبیانو کوماندو سره د اسلام سوداګری لار نیولی دی او د کابل غلامان داجنبیانو له خوا د ملت همدردی فریادونو سوداګری شروع کړیدی په حقیقت کښي ملت ددی دواړو غلامو ډلګیو له خوا د قتل او وحشت سره مخامخ دی او ملت ددواړه څخه نفرت… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x