افغانستان

طالبانو په «ډیسي توپ لرونکو» مجهزو دولتي قرارګاوو د بریدونو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې دولتی عسکرو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د ولسي خلکو او عامه تأسیساتو پرضد «ړانده» هوايي او توپچي بریدونه زیات کړل، طالبانو ټولې هغه دولتي قرارګاوې او مرکزونه د خپلو بریدونو د هدف په توګه اعلان کړل، چې ولسي سیمو «ډیسي توپونه» او هاوانونه توغوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ په «دهمزنګ» سیمه کې د دولتي عسکرو د یوې سترې قرارګاه د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې تردې وروسته به د دولتي عسکرو ټول هغه مرکزونه تر بریدونو لاندې نیسي چې په ولسي خلکو بریدونه کوي.

مجاهد په یو ټویټ کې داسې لیکلی: «د دښمن ټولې هغه قرارګاوې، مراکز او پوستې د اسلامي امارت د مجاهدینو تر هدف لاندې دي، چې په هغو کې دیسي توپونه او هاوانونه نصب شوي وي او په اولسي سیمو ترې بریدونه کيږي.»

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې په ولسي آبادیو، جوماتونو، ښوونیزو مراکزو او عامه تأسیساتو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

د تیرې اونۍ چهارشنبې په ورځ هم دولتی الوتکو د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار په «هزاره قرلق» سیمه کې پر یو جومات هوايي برید کې ۱۲ زده کوونکي ماشومان په «شهادت» ورسول او د جومات د ملا امام په ګډون یې ۱۷ تنه نور ټپیان کړل.

که څه هم د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ددې «بوږنوونکې» پېښې خپروونکي خبریالان په بندي کولو وګواښل؛ خو د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ګڼو سازمانونو دغه برید «بشري جنایت» بللو ترڅنګ امرالله صالح د حقایقو په پټولو تورن کړ او ددې برید د څیړلو غوښتنه یې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x