افغانستان

پکتیکا کې بمي چاودنې څلور ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار اړوند سیمه کې د یو کور مخې ته د بمي چاودنې له امله د ۳ وروڼو په ګډون ۴ ماشومان وژل شوي دي.

دا پېښه تیره ورځ مازدیګر د ښرنې ښار په «کوټوالو» سیمه کې په داسې مهال رامنځ ته شوې، چې د یو کور مخې ته د ماین شکمنه چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې د درې وروڼو او یو میلمه په ګډون ۴ ماشومان وژل شوي، چې عمرونه یې د ۶ او ۹ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

د سیمې خلک وايي، په نښه شوې کورنۍ د پکتیکا ولایتي ادارې پرضد د روانو لاریونوالو له هڅوونکو څخه ده او چاودنه هم د حکومت تر ولکې لاندې سیمه کې رامنځ ته شوې ده؛ خو د پکتیکا سیمه ییز چارواکي ددې پېښې په هکله معلومات نه ورکوي او نه هم تردې دمه ددې چاودنې نوعیت څرګند شوی دی.

په ورته مهال د مرکز ښرنې سلګونو اوسېدونکو نن د یکشنبې په ورځ ددې ماشومانو د جنازې مراسمو پرمهال یو اعتراضیه لاریون وکړ او له حکومت نه یې وغوښتل چې ددې پښې عاملین پیدا او مجازات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې په ولسي آبادیو، جوماتونو، ښوونیزو مراکزو او عامه تأسیساتو «ړندو» هوايي او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

د تیرې اونۍ چهارشنبې په ورځ هم دولتی الوتکو د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار په «هزاره قرلق» سیمه کې پر یو جومات هوايي برید کې ۱۲ زده کوونکي ماشومان په «شهادت» ورسول او د جومات د ملا امام په ګډون یې ۱۷ تنه نور ټپیان کړل.

که څه هم د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ددې «بوږنوونکې» پېښې خپروونکي خبریالان په بندي کولو وګواښل؛ خو د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ګڼو سازمانونو دغه برید «بشري جنایت» بللو ترڅنګ امرالله صالح د حقایقو په پټولو تورن کړ او ددې برید د څیړلو غوښتنه یې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x