ټولنیزه برخه

پیغمبرته د ادعا شوي منسوب کاریکاتور په اړه د ځیرتیا سپارښتنه

حنان حبیبزی

په رسنیو کې دا خبره د ځیرتیا یا دقت د توکي خلاف ده چې څوک پخپل راپور کې ووايي “د اسلام د پیغمبر کاریکاتور”. لومړی خو کاریکاتور د هغه چا جوړیږي چې عکس یې موجود وي او د هغه عکسونو ته په پام سره کارټون یا کاریکاتور جوړیږي.

دوم په ژورنالیزم کې یو کارټون هغه وخت د خپریدو  وړ دی چې د ژوندي شخص یا حالاتو انځورګري وکړي. یا د کارټونیسټ د خپل پېر د مړه شوي شخص له اخیستل شوي انځور  وي او لیکوال غواړي چې ددغه شخص کارونه یا وستايی یايې وغندي نو د هغه له اخیستل شوي انځور څخه یو انځور غوره کوي او کارټون ترې جوړوي.

دریم د بي بي سي ګایډ لاین کې راغلي چې په داسې حالاتو کې باید ووايي “پلانکي ته ادعا شوی منسوب کارټون”، یانې که یو ژورنالیست له داسې یوې پیښې سره مخ شي نو هغه باید ووايی چې پلانکي ته ادعا شوی منسوب کارټون، یانې په دې کار سره تاسې ښيی چې ووايی کوم چا کوم کارټون ایستلی او پلانکي ته یې منسوبوي.

یانې تاسې خپل مخاطبان نه ګنګسوي او حقیقت بیانوي او که تاسې په هر خبر کې وایي “د پلانکي کاریکاتور” نو تاسې دروغ وايي او خپل اوریدونکي د ناسم راپور په ورکولو سره راپاروي.

څلورم په ژورنالیزم کې داسې هیڅ یوه تیوري نشته چې د هغې له مخې د یو دین، د یو پیغمبر  یا یو روحاني شخص غندنه وشي. پنځم کله چې ته ووایې “د اسلام د پیغمبر کارټون” نو ددې مطلب داسې دی لکه د پیغمبر له یو انځور څخه چې اخیستل شوی وي او تا ومانه،  په داسې حال کې چې د پیغمبرانو انځورونه نشته دي.

نو ځینې رسنۍ ډیره لویه تیروتنه کوي چې کله وايي “د پیغمبر کاریکاتور” په داسې حال کې چې د اسلام د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم کوم انځور نشته دی چې تاسې ترې کاریکاتور وباسی او نه کوم کارتونیست یا بل چا هغه لیدلی، هو، هغو خلکو چې هغه لیدلی دی له هغه لرې تللي نه دي مګر د هغه ملګرتیایې غوره کړې، ابو سفیان رضی الله عنه چې یو وخت د قریشو مشر او د اسلام سخترینه دښمن وو یو ځل د روم باچا هراکلیوس ته ورغی چې عربي کې یې هرقل بولي، د هراکلیوس له ابوسفیان څخه څو پوښتنې وکړې, لنډه داچې هراکلیوس دابوسفیان ځوابونو ته په پام سره ومنله چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی او دا یې هم وویل چې څنګه یې هغه ځانګړي سوالونه وکړل او کوم ځوابونه چې یې ترلاسه کړل ولې یې دې نتیجي ته ورساوه چې دغه حقیقت ومني خو د واکمنۍ د مینې له کبله یې ایمان را نه وړ، ابو سفیان بیا ایمان راوړ.

نو د محمد صلی الله علیه وسلم  یو انځور چې
شته دی هغه په ده باندې نازل شوی اسماني کتاب دی چې ده ته یې ویلي دي:
وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ، د ټولو جهانونو خالق ورته وايی چې ته د سترو نیکو اخلاقو خاوند یې. هغه دده سیرت او د انسانیت لپاره دده لارښود دی.
عن قتادة، قال: سألتُ عائشة عن خُلُق رسول الله صلى الله عليه وسلم، فقالت: كان خلقه القرآن، تقول: كما هو في القرآن.

قتاده وايی ما له عایشې رضی الله عنها د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه وپوښتل هغې وویل هغه هغسې وو لکه څنګه چې په قران کې راغلی دی. داد هغه سیرت دی او د هغه انځور دی چې هیڅوک پکې بدلون نشي راوستلی.

هرڅوک چې محمد صلی الله علیه وسلم نه پیژني د هغه سیرت دې ولولي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x