شعـــــرونه

مورې جار/ سپين کوچی

سپين کوچی

ماښام څارې د چا د راتلو لار مورې جار
لۀ اوښکو،اوښکو سترګو دې شم جار مورې جار

را ټول دې شه پۀ چا دانه،وانه شیندلی زړۀ
ټکور دې شه پۀ چا د زړۀ پرهار مورې جار

بلها مینې پۀ زړو کې خلک پټي ساتي خو…
خو ستا د مینې غږ کوي پۀ جااار مورې جار

راځه بلا دې واخلمه، تر څو بۀ دي خوري زړۀ
د چا د ارمانونو انتظار مورې جار

قربان دې شمه رانغی، پۀ تا باندې پۀ ژوند
د ګل، ګل ښائیستونو ورک بهار مورې جار

چې نۀ پکې خندا شته،نۀ مستې او نۀ ادا
پۀ چا پسې مې وران دی، دزړۀ ښار مورې جار

پۀ چپ لاس بۀ دې زړۀ پورې نیولی ومه زۀ
پۀ ښي لاس دې کولو د کور کار مورې جار

اوس لپې،لپې،لپې دوعاګانې ورته کړه
کوچي پسې دې کړی دی ازار مورې جار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x