افغانستان

کندهار: پولیسو یو افغان سوداګر د پیسو نه ورکولو په جرم سخت وهلی

7
افغان سوداګر عتیق الله انصاري

نن ټکی آسیا: د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې د اتمې حوزې اړوند پولیسو یو افغان سوداګر د باج نه ورکولو پر سر تر مرګه وهلی دی.

دغه افغان سوداګر عتیق الله انصاري نومیږي او د کندهار د مشهور صراف حاجي عبدالله وراره دی.

نوموړی وايي چې پولیس هره اونۍ له دوی او د هوټلونو څخه په زور باج اخلي. د انصاري په وینا ده خلک له دې منع کول چې نور دې پولیسو ته باج نه ورکوي چې د پولیسو تر سختو وهلو ټکولو لاندې راغی.

د اتمې حوزې قومندان پخوا عبدالودود جاجو و،  چې په نیمه شپه د یوې پښتنې شاعرې په کور اوښتی و او بیا د طالبانو له لوري ووژل شو.

جاجو د جنرال عبدالرازق ښي لاسی قومندان و.

د جاجو تر وژنې وروسته د هرات اډې  پوستې ته قومندان قدرت واستول شو چې د انصاري په وینا هغه کړنې يې پیل کړې چې جاجو تر دې پخوا کولې.

انصاري ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو د دولت لوړ پوړو چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي؟ په ځواب کې نن ټکی آسیا ته وویل چې «دولت ته څنګه شکایت وکړو، د دوی د شکایت ځای همدا د ظلم مراکز دي».

انصاري زیاتوي چې دی يې په عام محضر کې په کنداغونو او کوتکونو ووهلو.

انصاري په وینا دی يې پوستې ته بوتللو او هلته يې دی او دده کشر ورور نور هم وډبول.

انصاري وايي چې د کوښښونو وروسته دوی خوشې کړل شول خو پولیسو ورپسې له ځانه څو دوسیې وتړلې چې په دې کې په عسکرو تمانچه راویستل، د عسکر سره لاس اچول، امنیتي عسکرو ته کنځلې کول او طالبانو سره مالي مرسته کول دي.

عتیق وايي چې ده نه په پولیسو پسې تمانچه راویستې او نه یې هم پولیسو ته کنځلې کړي، بلکې پولیسو د ټولو خلکو مخامخ دده له موټره تمانچه راوویستله.

هغه وايي چې یو تمانچه د دولت لخوا ورکړل شوې چې د ګرځولو رسمي جواز یې لري.

عتیق زیاتوي چې پولیسو دوی ته ښکنځلې کولې او دوی يې د آی ایس آی بچیان یادول. دی وايي دده جرم یواځې دومره دی چې په خپل هېواد کې يې پانګونه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

د د مزدور رژیم چارواکو له فساد او ظلم نه الاوه بل څه زده دي
رشوت غلا شراب خوري چرس څکول
هلکان ساتل ړ شپي لاري شکول کورونو ته اوښتل هر فساد په دغه چرسی اوردو کی شته اوردو چیري ټول د کلی او کوڅو لوپران یی را ټول کړی سم انسا او سم مسلمان به په امریکایی اوردو کی کار ونه کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x