ټولنیزه برخه

ای انسانه! ته نه ځمکه سورۍ کولای شې او نه اسمان ته ختلی شې

محمدنبي سلطاني

ځینو کسانو ته ځان دومره ځواكمن، قدرتمن، قوتمن او زورور برېښي چي گمان كوي هيڅوك به پر برلاسى نه سي، هېڅوک به تر ده زورور نه وي، هیڅکله به چا ته اړنه سي، هيڅکله به مریضي پر را نه سي او هيڅکله به له چا څخه د څه غوښتلو هیله ونه کړي.

دغه خلک د بې ځايه غرور او لويي په مرض اخته دي، ځان ورته دونده لوى ښكاري، چي پرته له ځانه بل څه په سترګو نه ويني، داسي گوله خولې ته وړي، چي ترستوني ئې نه سي تېرولاى. دوی د خپل مال، روغتیا، اولاد، جاه او جلال احساس د کبر او غرور تر پولو رسولي.

دا مغروره خلک چي دې هرڅه دوكه كړي؛ ببر او پړسېدلي ګرځي، غټ – غټ کيږي، له نورو سره په چلن كي د هغوی توهین کوي، خلکو ته په سپکه ګوري، په روغبړ او لاس ورکولو کي پوزه/ پزه لوړه نيسي، د خلکو سپكاوى كوي، خلک حقير گڼي، پر حقوقو ئې تېرى كوي، د مال او قدرت په وجه گناه او عصيان کوي او….

له بده مرغه دوی دا هېر کړي، چي له ضعف او كمزورۍ حالته څخه چا د قوت او ځواكمنۍ حالت ته رسولي، چا شته او او لادونه ورکړی، چا ژوند ورکړئ، چا له صحت څخه برخمن کړی او ….

دوی بايد په خپل زور، ځواك، شتمنۍ، اولاد، جاه او جلال مغرور نه سي، پر نورو لويي او غرور ونه كړي او له خپل ځواكه د مظلومانو او بې وزلانو په كړولو، ازارولو او سپكولو كي كار وانه خلي، په باید په دې وپوهېږي، چي دا هستي داسي پالونكى رب لري چي د هر څه د پيل او پاى پرېكړه كوي، هر څه د ده په واک کي دي، مړي ته ژوند او ژوندي ته مرګ ورکوي، زموږ دا طاقت او قدرت تلپاته او دائمي نه دئ، زوال ورپسې دئ، ډېر ژر به مو د كبر كاسه نسكوره سي، دنګي غاړي به مو الله جل جلاله را ماتي كړي.

الله جل جلاله مغرور او متكبر انسان ته خبردارى وركوي، چي په خپل زور او ځواك مه غره کېږه، په خپل صحت او روغتیا مه نازېږه، په خپل جاه او جلال فخر مه کوه او په مځكي كي په كبر او نخرو مه څه، الله جل جلاله فرمايي:
وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا.(سورة الاسرء: آیت،37)
ژباړه: او په مځكي كي په كبر او نخرو مه ځه، ځكه ته خو نه مځكه سورۍ كولاى سې او نه په خپل لوړوالي كي د غرونو څوكو ته رسېداى سې.
په پوره آیت کي الله جل جلاله انسان ته وايي: كبر، لويي، غرور او تکبر مه كوه، ځان تر نورو لوړ، غوره او ښه  مه گڼه، نورو ته په سپكه سترگه او تر ځان په کښته مه گوره، په مځكي كي په كبر، غرور، تکبر او نخرو مه ځه، ځكه ته خو نه مځکه سورۍ کولای سې او نه اسمان ته خلای سې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x